کورپاڼه / کرکټ / هستي ګل عابد: ستانکزى ديکتاتور دى او د بورډ کارکوونکي ترې تنګ دي
هستي ګل عابد او لطف الله ستانکزى

هستي ګل عابد: ستانکزى ديکتاتور دى او د بورډ کارکوونکي ترې تنګ دي

د افغانستان کرکټ بورډ روزونکى هستي ګل عابد وايي، چې د کرکټ بورډ اجراييه رييس لطف الله ستانکزى يو ديکتاتور انسان دى او د کرکټ بورډ کارکوونکي ترې تنګ دي.

هستي ګل عابد پرون کرکټ بورډ له دندې ليرې کړ او لامل يې دا ښکاره کړ، چې د ٢٠١٨ په غازي امان الله خان ليسټ اې سياليو کې يې فساد کړى دى.

خو هستي ګل عابد وايي، چې هغه له دې امله له دندې ليرې شوى دى، چې تېره ورځ يې د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب سره ليدلي و او د دغه ليدنې په اړه يې په فېسبوک کې پوسټ کړى و، چې يو ساعت وروسته ورته کرکټ بورډ د منفکۍ خط په وټساپ کې ورولېږلو.

تېره شپه هستي ګل عابد په خپله فېسبوکپاڼه لايف راغلى و او د خپل ځان سپيناوي تر څنګ يې د کرکټ بورډ د اجراييه رييس لطف الله ستانکزي په اړه هم خبرې وکړې.

هغه وويل، چې اجراييه رييس لطف الله ستانکزى د هغه او د هغه د ورور افتاب عالم پر وړاندې دسيسې جوړې کړې دي. هغه وايي چې ستانکزى يو ديکتاتور انسان دى او د بورډ کارکونکي ترې تنګ دي.

نوموړي د لطف الله ستانکزي په اړه وويل، چې هغه عربي متحده عربي اماراتو باندې بند دى او هلته سفر نه شي کولاى، حال دا چې د اى سي سي غونډې په اماراتو کې ترسره کېږي. هغه وايي چې د اى سي سي په ٩ غونډو کې ستانکزي ګډون نه دى کړى.

هستي ګل عابد تورې پورې کړ، چې لطف الله ستانکزى د کرکټ بورډ پخواني عمومي رييس عاطف مشعل له دې امله کرکټ بورډ ته راوستى دى، چې په اې پي ايل کې د هغه فساد پټ کړي.

که څه هم يو شمېر خلک وايي، چې هغه کسان چې په کرکټ بورډ کې يې دندې ختمې شي، نو بيا په کرکټ بورډ کې د فساد خبرې کوي، په دې اړه هستي ګل عابد وايي، چې هغه له کرکټ بورډ سره قرارداد درلود او له دې امله يې څه نه شو ويلى، اوس خوشحاله دى چې د کرکټ بورډ له دغه قرارداد خلاص شو.

د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې د کرکټ بورډ اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي په تړاو نيوکې زياتې شوې دي. پر هغه تورونه لګول کېږي چې د دندې يې يو کال پوره شو، خو په کرکټ بورډ کې هېڅ لاسته راوړنه نه لري او د کرکټ حال ورځ تر بلې خرابېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

هند کرکټ بورډ

هند کرکټ بورډ: هغه لوبغاړي چې خپل عمرونه يې غلط ښودلي، دوه کلن بندېز به پرې ولګول شي

د هند کرکټ بورډ BCCI په يوه تازه پرېکړه کې اعلان کړى دى، چې ټول …