کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ګوګل په هند کې ١٠ ميليارده ډالر پانګونه کوي
ګوګل فار انډيا

ګوګل په هند کې ١٠ ميليارده ډالر پانګونه کوي

د ګوګل شرکت اجراييوي مشر وايي، چې دوى په هند کې ١٠ ميليارده امريکايي ډالر پانګونه کوي. دا خبرې نوموړي له نريندرا مودي سره تر خبرو وروسته کړې دي.

تېره ورځ د هند لومړي وزير نريندرا مودي د ګوګل او الفابېټ شرکت له اجراييه رييس سندر پچايي سره انلاين خبرې کړې دي. دواړو په هند کې د ټېکنالوژۍ د پرمختګ په تړاو غږېدلي دي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د نريندرا مودي او سندر پچايي تر خبرو وروسته سندر پچايي د (ګوګل د هند لپاره) ويډيويي کنفرانس کې اعلان وکړ، چې ګوګل به په هند کې ١٠ ميليارده امريکايي ډالر پانګونه وکړي.

د هغه په وېنا، ګوګل به دا پېسې په راتلونکو پنځه يا اووه کلونو کې په هند کې ولګوي، چې په دې لړ کې به له ځينو شرکتونو سره پارټنرشپ وکړي او همدا راز يو شمېر نوې پروژې به ګوګل په هند کې پيل کړي.

بل لوري ته د هند لومړي وزير نريندرا مودي هم په خپل يو ټويټ کې ليکلي دي، چې نن سهار يې د ګوګل شرکت له اجراييوي رييس سندر پچايي سره ډېرې ګټورې خبرې وکړې. هغه ليکي چې له نوموړي سره په هند کې د ټېکنالوژۍ د پرمختګ او همدا راز د ځوانانو لپاره د نويو فرصتونو په پېدا کولو وغږېده.

د يادولو وړ ده چې هند د ټېکنالوژي شرکتونو لپاره هم د نړۍ يو ستر مارکيټ دى او د انټرنېټ او ټېکنالوژۍ هر شرکت هڅه کوي چې په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.

تر دې مخکې بيا فېسبوک هم په هند کې پانګونه کړې ده او په دې لړ کې يې د هند له يو ستر شرکت ريلاينس جيو سره قرارداد کړى دى.

همدا راز د ګوګل، فېسبوک، امازون، ټک ټاک او نورو سترو شرکتونو په ګډون ډېرى شرکتونه په دې هڅه کې دي چې په هند کې د خلکو پام ځان ته راواړوي او د خپل ځان لپاره لوى مارکيټ جوړ کړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

فېسبوک

د فېسبوک کاروونکو لپاره بد خبر

له تېرو څو کلونو راهيسې د اپليکېشن مشهورو شرکتونو د نورو اپليکېشنو تر څنګ (لايټ) …