کورپاڼه / ليکنې / بې کاري ـ  د افغانستان یو میلیون کاري قوه بې کاره ده
بې کاري

بې کاري ـ  د افغانستان یو میلیون کاري قوه بې کاره ده

افغانستان په تېرو څلورنیمو لسیزو کې له سختو پړاونو کې ستونزمن مزل ووهه، نږدې دوه لسیزې په نسبي ډول ثبات تامین و، نسبي سوکالۍ او امنیت یو لړ مثبت تغیرات رامنځته کړل؛ خو متاسفانه ځینې کارونه چې باید بنیادي ترسره شوي وای ونه شول، چې د هغې له جملې یو هم د بېکارۍ محوه کول و.

د ښاغلي کرزي په حکومت کې د نړیوالو مرستې ښې پریمانې وې اساسآ بنیادي کارونه ونه شول، چې ځوان قشر ته پکې اوږد مهال د کار زمینه مساعده شي؛ هماغه زماني کارونه و، چې لږه موده د خلکو روزګار ښه و، متاسفانه ډېر دوام یې ونه کړ.

د ملي وحدت په حکومت کې خو له بده مرغه چې دې برخې هیڅ کار ونه شو او که شوی هم وي؛ محسوسې پایلې نه لري.

بې کاري څه ده؟

هغه وګړي؛ چې د خدماتو او توکو  تولید کې د برخه اخیستو اراده او وړتیا  ولري د دندې اخیستو په لټه کې وي خو په دنده اخیستو نه بریالي کېږي بې کاره بلل کېږي؛ یانې د کار لپاره اراده او وړتیا دواړه اړین دي.

اقتصاد پوهان بیکاري ـ وزګارتیا په اته ډوله پېژني؛ د وضاحت لپاره یې لنډه پېژندنه کوو:

۱ اصطکاکي وزګارتیا : هغه وزګارتیا چې د دندې د تبدیلیدو له امله رامنځته کېږي.

۲ پټه وزګارتیا:  په یو کار د څو کسانو مصروفیدل؛ په داسې حال کې چې د تولید په شدت او کموالي د افرادو شمېر تاثیر ونه لري.

۳ دوراني وزګارتیا:  ټولیزې تقاضا له کمېدو سره چې کله عرضه کمه شي په دې صورت کې یوه برخه کارګر بې کاره کېږي دې ډول حالت ته دوراني بېکاري وایي.

۴ موسمي وزګارتیا:  هغه وزګارتیا چې د موسم د بدلون په سبب رامنځته کېږي؛ لکه ژمي کې د ایسکریمو کار درېدل.

۵ ټکتالوژیکي وزګارتیا: هغه وزګارتیا د خدماتو ـ تولید پروسه کې د کارګر پر ځای له ماشین الاتو ګټه اخیستل په دې سبب هم ډېر وګړي بې کار کېږي.

۶ ارادي وزګارتیا: هغه وزګارتیا چې یو شخص  اراده او وړتیا لري، خو په خپله خوښه نه غواړي کار ترسره کړي.

۷ غیر ارادي وزګارتیا:  کله چې د کار قوه د خدمتونو د عرضې برخه کې اراده او وړتیا لري؛ خو د تقاضآ د نه شتون له کبله وزګارتیا رامنځته کېږي.

۸ ساختاري وزګارتیا: کله چې د کارګر مهارت د کار لپاره مهارت تطابق ونه لري؛ په دې صورت کې د کارګر تر روزلو په لنډمهال بې کاري رامنځته کېږي.

پورتني یاد شوي موارد د بې کارۍ عوامل دي با وجود ددې هم د شرایطو په پام کې نیول سره ځینې موارد چې د افغانستان حاکم وضعیت کې یې بې کاري رامنځته کړې.

په ۲۰۱۸ م کال کې د احصايیې ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ نږدې لس  “۱۰” لکه یانې (۳۲) سلنه په شرایطو برابر کسان بې کاره وو، په دې حال کې د کورونا وبا له امله تازه یوازې پنځه پنځوس ۵۵ زره د خصوصي پوهنتونو او ښوونځیو کارکوونکي بې کاره شوي؛ ممکن په تازه معلوماتو کې  تر دوه یا دوه نیم میلیونو کاري قوت بې کاره شوي وي.

که اوسنی کورونایي نا اټکل شوي حالت بیخي پرې بحث ونه کړو؛ ځینې موارد چې په حقیقي ډول په بې کارۍ کې رول لري پرې بحث کوو:

  • په دندو کې عدم تعادل؛

بده دا ده چې یو کس دوه درې دندې لري یو خو بل کس یوه دنده هم نه لري، همدا نامساوي وېش دی، چې بې کارۍ ته یې بستر ورکړی.

حل لاره؛

ـ ښه دا ده، چې کاري چاپیریال کې د کارکوونکي کاري وخت پوره ورځ شي او د کار مالکین ورته کافي معاشات ورکړي، تر څو تعادل رامنځته شي د پورته حالت مهار هم وضعیت ښه کولی شي.

  • په ګمارنو کې لوړ فساد

اوسني وضعیت کې یا ګمارنې سیاسي دي او یا هم په ګزافه هزینه دي، چې د ظرفیتونو مخه ډب ده او کار اهل کار ته نه سپارل کېږي.

حل لار؛

ـ په دې برخه کې فساد سره د مبارزې بنسټونه مسولیت لري، چې په حقیقي ډول کار وکړي، متاسفانه چې یاد د فساد پر ضد مبارزې بنسټونه په فساد کې ښکېل دي او یا یې د وضعیت له کنترول د وسې کار نه دی؛ ځکه د فساد ګراف په کُلي ډول ډول لوړیږي، همدا اوس هم افغانستان د فساد برخه کې تر پخواني حالت مخکې شوى.

ـ حکومت دې په مصلحت او ډیلونو اشخاص نه ګماري اشخاصو ته دې د سالم رقابت زمینه برابره کړي، هم به شایسته سالاري پلي شي او هم به په نسبي ډول بې کاري راکمه شي.

  • نا امني

په لویو او وړو ښارونو کې د سوداګر او پانګوال خوندي نه دي د طلوغ نیوز د راپور له مخې وروستیو دوه کالونو کې پانګوالو ۵۶ کاري جوازونه د نا امنۍ او ګواښونو له وجې لغوه کړي دي همدا لامل دی، چې کارونه محدود دي او یا هم محدودیږي.

حل لار؛

حکومت اجرايیه قوت دی، د امنیت تامین یې دنده ده، دا د حکومت مسولیت دی په ټولنه کې عامه نظم تامین کړي، په ځانګړي ډول سوداګر او پانګوالو ته رواني او فزیکي امنیت خوندي کړي، کله چې پانګونه وشي د کار تقاضآ ډېریږي په همدې صورت بې کاري هم تدریجي له منځه ځي.

  • په ځوانانو نه باور

یو شمېر چې واسطه لري هغوی نه یادوم، هغوی فوق العاده فرمایشي مقرریږي، خو کوم چې واسطه نه لري ورته سخت قید دا دی، چې باید کاري تجروبه ولري، کله چې یو ځوان ته کار وخت نه ورکول کېږي تجروبه له کومې کړي ؟

حل لار

ـ توپیري او طبقاتي چلند له منځه وړل په کار دي، د قیدونو شرایطو پر ځای د ظرفیتونو ازمایل او ګمارل معقوله حل لار ده.

  • په حکومت کې داخلي ناندرۍ

د تېر حکومت ۵ پنځه کالونو کې له پیله متاسفانه جنجالونه وو ـ په نسبي توګه به ځینې محسوس کارونه شوي وي، له بده مرغه تېره کې  جنجالونو تاویلو ماویلو د فرصتونو مخه ډب کړې وه.

تر ټاکنو وروسته د نوي حکومت لسمه “۱۰” میاشت ده لاهم د دوه مشرانو داخلي اختلافات پای ته نه دي رسیدلي، ظاهرآ خو د جوړیدا تمثیل کوي، خو باطن کې د قدرت په وېش سره جوړ نه ښکاري، ځکه تراوسه نوې کابینه لا تشکیل نه ده، همدې نا اعلان شوي وضعیت ډېرو ته اندېښنه اچولې د پانګونې مخه ډب ده او هم د همدې اختلافاتو له کبله د حکومت ډېرو برخو کې د اشخاصو تشه شته، خو د نه پاملرنې او جنجالونو له کبله د اړتیا وړ کاري قوه وزګاره ده.

حل لاره؛

ـ دا وخت افغانستان له سخت پړاو تیریدونکی دی، حکومتي مشران باید د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټې مقدمې وګڼې کار ته دې لومړیتوب ورکړي، افغانستان کې د ستونزو د ایجاد پر ځای د ستونزو حل ته اشد ضرورت دی.

نتیجه ګیري؛

ـ بې کاري په کُل کې د هیواد لپاره خطرناکه ده، کله چې یو شخص وزګار وي د کار کولو اراده او قوت دواړه ولري؛ ممکن کله چې مشروع کار نه وي له قوت یې نور خلک د ځان په ګټه نامشروع ګټه پورته کړي؛ بنآ دا یو ضرورت دی، چې حکومت د کاري قوت لپاره لازمه زمینه سازي وکړي او په مختلفو برخو کې ممکنه ګټه پورته کړي.

پانګوال هم باید د ابادو هیوادونو پر ځای وطن کې پانګونه وکړي؛ چې وطن او ځوانان له اوسني بد وضعیت ووځي.

ليکوال : عمران اشنا

Loading...

دا هم ولولئ

ان انډين

د کرکټ هغه ٦ لوبغاړي چې په فلمونو کې يې کار کړى

د کرکټ ډېرو لوبغاړو په فلمونو کې کار کړى دى، خو دلته د شپږ هغه …