کورپاڼه / سياست او روانې چارې / سوډان کې د مرتد کېدو سزا لغوه او پر شرابو لګېدلى بندېز ليرې شو
سوډان

سوډان کې د مرتد کېدو سزا لغوه او پر شرابو لګېدلى بندېز ليرې شو

په سوډان کې حکومت په قانون کې يو شمېر بدلونونه راوستي دي، چې له مخې يې د اسلام نه د پرېښودو يا مرتد کېدو سزا لغوه شوه او نامسلمانانو ته د شرابو څښلو، خرڅولو او واردولو اجازه هم ورکړل شوه.

د سوډان د پخواني ولسمشر عمر البشير له واکه د ليرې کېدو وروسته په دغه هېواد کې په قانون کې بدلون راوستل شو.

د سوډان د عدليې وزير نصر الدين عبدالباري رسنيو ته ويلي دي، چې دوى هغه قوانين لغوه کوي چې په سوډان کې انساني حقونه تر پښو لاندې کوي.

اوس هغه قانون نور لغوه شو چې له مخې به يې هغه مسلمان چې اسلام به يې پرېښود او مرتد به شو، هغه به اعدام کېده، همدا راز نامسلمانو وګړو ته اجازه ورکړل شوه چې دوى شراب څښلى، خرڅولى او واردولى شي.

همدا راز د نجونو د سنتولو باندې هم بندېز لګېدلى دى او ښځې نورې دې ته اړې نه دي چې يوازې يا له ماشومانو سره د سفر لپاره له خپل ولي څخه اجازه واخلي.

په سوډان کې د ټول نفوس ٣ سلنه يې نامسلمانان ژوند کوي.

په دغه هېواد کې په ١٩٨٣ کال کې د جعفر النميري د ولسمشرۍ پر مهال په شرابو بندېز لګېدلى و، چې وروسته د عمر البشير واک ته رسېدو هم ياد قانون ته دوام ورکړل شو.

په سوډان کې د مرتد کېدو قانون له لغوه کېدو وروسته بحثونه هم راپورته شوي دي او خلکو پر حکومت سختې نيوکې کړې دي.

د دغه هېواد د عدليې وزير وايي، چې دوى غواړي په خپلو ټولو قوانينو کې بدلون راولي، تر څو د دوى د هېواد اساسي قانون له نړيوالو قانونو او تړونونو سره يو شان شي.

د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې په سعودي عربستان کې هم ډېر داسې بدلونونه راغلي دي، چې مسلمانانو پرې نيوکې کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

همايون همايون

همايون همايون په (کليمه طيبه) او (کليمه شهادت) کې توپير نه شي کولى

په تېره ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازى همايون همايون، چې له طالبانو …