کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان په تړاو جوړ شوى د سنجي دت نوى فلم انلاين خپرېږي
سنجى دت

د افغانستان په تړاو جوړ شوى د سنجي دت نوى فلم انلاين خپرېږي

د کورونا له امله په هند کې ګرځبندېز لګېدلى دى، چې له امله يې سينماګانې هم تړل شوې دي، که څه هم په ګرځبندېز کې له نرمښت وروسته ډېر څه پيل شوي دي، خو سينماګانې لا هم تړلې پاتې دي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د سينماګانو د بندېدو له امله د سنجى دت يو بل فلم (تورباز) هم په انلاين بڼه خپرېږي.

هندي رسنيو د ځينو سرچينو له قوله ليکلي دي، چې د سنجى دت نوى فلم (تورباز) هم په انلاين بڼه خپرېږي. دوى وايي ښايي دا فلم د اکتوبر په مياشت کې خپور شي.

سنجى دت او نرګس فخري

د دې فلم ثبت د ٢٠١٧ کال په دسمبر مياشت کې پيل شوى و، چې سنجى دت او نرګس فخري پکې مرکزي رولونه لوبولي دي، همدا راز يو افغان هنرمند هم پکې کار کړى دى.

په پلان کې وه چې دا فلم به د ٢٠١٩ کال د جنورۍ په مياشت کې نندارې ته وړاندې شي، خو د ځينو ستونزو له امله د فلم خپرېدل وځنډېدل او وروسته يې بيا کورونا هم د نندارې ته وړاندې کېدو مخه ونيوله.

په دې فلم کې د افغان کم عمره ماشومانو ژوند ته کتنه شوې ده، چې څنګه ترې ځانمرګي بريدګر جوړېږي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، دا د سنجي دت دريم فلم دى چې په سينماګانو کې نندارې ته په تمه و، خو د سينماګانو د بندېدو له امله به اوس دا فلم هم په انلاين بڼه خپور شي.

سنجى دت ١

تر دې مخکې د سنجي دت دوه نور وفلمونه (بوج: دي پرايډ اف انډيا) او (سړک ٢) هغه فلمونه دي چې په راتلونکي کې به په انلاين بڼه خپاره شي.

د يادولو وړ ده چې يو شمېر فلم جوړونکي لا هم دې ته په تمه دي چې سينماګانې پرانيستل شي او خپل فلمونه نندارې ته وړاندې کړي، خو نور فلم جوړونکي بيا فکر کوي که سينماګانې پرانيستل شي، نو بيا به هم ډېر خلک سينماګانو ته مخه ونه کړي، نو له همدې امله دوى خپل فلمونه په انلاين وېبپاڼو پلورلي دي چې ژر به خپاره شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

جوفرا ارچر او وريندر سهواګ

وريندر سهواګ: خوشحاله يم چې کرکټ مې پرېښى او د جوفرا ارچر سره نه يم مخ شوى

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانى مخکښ لوبغاړى وريندر سهواګ وايي، چې خوشحاله دى چې …