کورپاڼه / سياست او روانې چارې / “د پاکستان د پوځ مشر امريکا ټاکي، موږ تش په نوم ازاد هېواد لرو”
جنرال حميد ګل

“د پاکستان د پوځ مشر امريکا ټاکي، موږ تش په نوم ازاد هېواد لرو”

په پاکستان کې هر هغه څوک چې د پوځ يا استخباراتو مشر ټاکل کېږي، د امريکا نه يې اجازه اخيستل لازمي دي او د چا په اړه چې امريکا اجازه ور نه کړي، هغه په پاکستان کې د پوځ مشر نه شي ټاکل کېداى.

دا خبرې د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر جنرال حميد ګل په يوه  ويډيو کې کړې دي. جنرال حميد ګل څه وخت مخکې مړ شوى دى خو د هغه يوه مرکه اوس يو ځل بيا په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي.

جنرال حميد ګل په دغه مرکه کې د يوې پوښتنې په ځواب کې وايي، چې يو وخت هغه د پوځ مشر ټاکل کېدو، خو د هغه په ټاکنه امريکا خوښه نه وه، نو له همدې امله هغه د پوځ مشر ونه ټاکل شو.

هغه په دغه مرکه کې زياتوي، دلته چې هر څوک د پوځ مشر يا بل څوک راځي، نو له امريکا څخه يې منظوري اخيستل لازمي وي. هغه وايي چې موږ تش په نوم يو ازاد هېواد يو، زموږ پرېکړې بل څوک کوي.

جنرال حميد ګل وايي، چې موږ ته خاوره خو راکړل شوې ده، خو خپلواکي نه ده راکړل شوې.

د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې تر ډېره په پاکستان کې د پوځيانو حکومت پاتې شوى دى، هغه وايي چې امريکا او نور د پوځيانو حکومتونه ځکه خوښوي چې يو کس يې مشر وي او هماغه هره پرېکړه کولاى شي.

هغه په خپله مرکه کې وويل، چې په پاکستان کې حکومت په اصل کې استخبارات کوي، هر څه هغوى کنټرولوي او پوځ او استخبارات بيا له امريکا څخه د هر څه منظوري اخلي.

جنرال حميد ګل وايي، دا خبره غلطه ده چې دلته د چا ټاکلو پرېکړه زموږ کورنۍ پرېکړه ده او موږ په خپله دا پرېکړې کوو.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان د استخباراتو (اى ايس اى) پخوانى مشر جنرال حميد ګل هغه څوک دى چې په افغانستان کې يې د مجاهدينو مشري کوله او د دوى د ټرېننګ او هر څه مسووليت هم د ده پر غاړه و.

Loading...

دا هم ولولئ

همايون همايون

همايون همايون په (کليمه طيبه) او (کليمه شهادت) کې توپير نه شي کولى

په تېره ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازى همايون همايون، چې له طالبانو …