کورپاڼه / هنر او کلتور / اريانا سعيد: د ځمکې پر سر ځان تر ټولو خوشبخته ګڼم
اريانا سعيد

اريانا سعيد: د ځمکې پر سر ځان تر ټولو خوشبخته ګڼم

نن د مشهورې افغان سندرغاړې اريانا سعيد کليزه ده، هغه د خپلې کليزې په ورځ ويلي دي، چې ځان د ځمکې پر تر ټولو خوشبخته ګڼي.

اريانا سعيد له نن څخه ٣٥ کاله مخکې د ١٩٨٥ کال د جولاى په ١٤مه نېټه په کابل کې زېږېدلې ده، نوموړې د خپلې ٣٥مې کليزې په ورځ په خپله فېسبوکپاڼه کې په يو پوسټ کې ليکلي دي چې نن د هغې کليزه ده او همدا راز د نامزادۍ يې هم دوه کلونه پوره شو او نن ډېره خوشحاله ده.

((نن ورځ، زما د پېدايش په ورځ او زما د نامزادۍ دوهمه کليزه د ځمکې پر سر د بهترين شخص سره، سره د خندا او خوښۍ، يوازې او يوازې يو احساس په ځان کې لرم، د شکر ګزارۍ احساس او د ټولو دوستانو احساس.))

هغې له خپل نامزاد سره يو عکس هم خپور کړى دى او ليکلي يې دي، چې د ځمکې پر سر ځان د نړۍ تر ټولو خوشبخته ګڼي، هغه وايي چې تر وروستۍ سلګۍ پورې به هڅه کوي چې د خپلو مينه والو په شونډو خندا راولي.

هغه ليکي: ((د دې نه زيات نه ليکم، يوازې بايد ووايم چې زه، اريانا، د ځمکې پر سر خوش بخت ترين انسان ځان شمارم او وعده کوم چې تر اخرين نفس پورې به ستاسو خوږو عزيزانو په شونډو خندا اوسم. ستاسو اريانا.))

د يادولو وړ ده چې اريانا سعيد په کابل کې د پښتون پلار او تاجکې مور په کور کې زېږېدلې، هغه اته کلنه وه چې مور و پلار يې افغانستان پرېښود او سويټزرلېنډ ته لاړل. په ١٢ کلنۍ کې اريانا سعيد د موسيقۍ په يو ښوونځي کې زده کړې پيل کړې.

په ٢٠٠٨ کال کې د اريانا سعيد لومړنۍ سندره خپره شوه، خو په ٢٠١١ کې هغه د (افغان پسرک) سندرې څخه ډېره مشهوره شوې. نوموړې نه يوازې دا چې په دري ژبه يې سندرې ويلي دي بلکې په پښتو ژبه يې هم ډېرې سندرې ويلي دي.

اريانا سعيد په ٢٠١٨ کال کې د حاسب سعيد سره کوژده وکړه.

Loading...

دا هم ولولئ

اميتاب بچن

اميتاب بچن ٢٣ ورځې وروسته کورونا ته ماتې ورکړه

د هندي فلمونو مشهور هنرمند اميتاب بچن کورونا ته ماتې ورکړه، نن د هغه د …