کورپاڼه / بېلا بېل / د هند مکېش امباني د نړۍ ٦م شتمن کس شو
مکېش امباني

د هند مکېش امباني د نړۍ ٦م شتمن کس شو

د هند تر ټولو شتمن کس او د ريلاينس انډسټريز لميټډ مشر مکېش امباني د نړۍ په کچه ٦م کس شو چې ډېره شتمني لري.

بلومبرګ د نړۍ د ميليادرانو په تازه راپور کې مکېش امباني د امريکې د کمپيوټر ساينسپوه ليري پيج نه مخکې شوى دى او شپږم مقام يې خپل کړى دى.

بلومبرګ په خپل تازه راپور کې ويلي دي، چې د مکېش امباني په شتمنۍ کې ١٦٠ ميليونه ډالر زيات شوي دي، چې له دې سره د هغه ټوله شتمني ٧٢.٦ ميليارده امريکايي ډالرو ته رسېدلې ده.

د ډېرې شتمنۍ په دغه ليسټ کې مکېش امباني د امريکايي شتمن سټيو بالمر څخه شاته دى، هغه د ٧٢.٦ ميليارده امريکايي ډالرو شتمنۍ په درلودلو سره د نړۍ ٥م شتمن کس دى چې په دغه ليسټ کې قرار لري.

د اسيا تر ټولو شتمن کس مکېش امباني په اصل کې پخوا دومره شتمن نه و، د هغه پلار دهيروبايي امباني د پيټرولو په يو پمپ کې کار کولو، چې بيا عدن ته لاړ او کله چې له هغه ځايه بېرته هند ته راستون شو، نو يې خپل کاروبار پيل کړ.

اوس د مکېش امباني کورنۍ د نړۍ په تر ټولو ګرانبيه کور کې ژوند کوي، د دوى د کور پرتلنه يوازې د لندن بکنګم پيلس سره کېداى شي او همدا لامل دى چې د مکېش امباني کورنۍ ته دا وياړ هم ترلاسه دى چې د نړۍ تر ټولو ګرانبيه کور لري.

د مکېش امباني شرکت نه يوازې دا چې په هند کې تر ټولو ستر شرکت دى، بلکې هغه د نړۍ په کچه هم د يو ستر شرکت څښتن دى، همدا راز د هغه د ريلاينس شرکت تر څنګ بيا نور ډېر واړه واړه شرکتونه هم لري. تازه فېسبوک هم د مکېش امباني له شرکت سره يو ستر تړون لاسليک کړى دى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنګاپور الوتکه

د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز؛ پوهېږئ څو ساعته دى؟

د سنګاپور څخه امريکا ته د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز پيلېږي، چې په نومبر …