کورپاڼه / کرکټ / جېسن هولډر د اى سي سي په درجه بندۍ کې پرمختګ وکړ
جېسن هولډر

جېسن هولډر د اى سي سي په درجه بندۍ کې پرمختګ وکړ

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر جېسن هولډر د انګلستان پر وړاندې په لوبه کې ښه وځلېده او ډېرې نومرې يې ترلاسه کړې، چې د اى سي سي د ټېسټ سياليو د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې دويم مقام ته پورته شو.

جېسن هولډر په دغه لوبه کې ٧ ويکټې ترلاسه کړې، چې د توپ اچونکي په توګه يې نومرې ٨٦٢ ته پورته شوې او له ٢٠٠٠ کال وروسته د ويسټ انډيز لومړنى توپ اچونکى شو چې د اى سي سي ټېسټ سياليو د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې دويم مقام ترلاسه کوي.

نوموړي د توپ اچونکو د درجه بندۍ په برخه کې بيا د نيوزيلېنډ نيل واګنر شاته کړ او تر پاټ کومنز وروسته دويم مقام ته لاړ. همدا راز په دغه ليسټ کې بيا د نيوزيلېنډ ټيم ساوټي په څلورم او د سويلي افريقا کاګيسو رباډا په ٥م مقام کې قرار لري.

جېسن هولډر چې د ويسټ انډيز ملي لوبډلې مخکښ الراونډر توپ اچونکى دى، هغه په ټېسټ سياليو درجه بندۍ کې هم لومړى مقام لري.

د الراونډرانو په درجه بندۍ کې بيا تر نوموړي وروسته د انګلستان بين سټوکس دى، چې تېر کال يې د انګلستان لوبډله په نړيوال جام کې اتلولۍ ته هم رسولې وه. همدا راز د هند رويندرا جډيجا په دريم، د اسټراليا مچل سټارک په څلورم او د هند روي چندرن اشوين په پنځم مقام کې دي.

همدا راز د اى سي سي د ټېسټ درجه بندۍ په توپوهونکو کې بيا د اسټراليا سټيو سميټ لومړى مقام لري چې د هند ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي ويراټ کوهلي څخه مخکې شوى دى.

ويراټ کوهلي د توپوهونکو په برخه کې دويم، د اسټراليا مارنوس لابوشين دريم، د نيوزيلېنډ کېن ويليمسن څلورم او د پاکستان بابر اعظم بيا په پنځم مقام کې دى.

Loading...

دا هم ولولئ

هند کرکټ بورډ

هند کرکټ بورډ: هغه لوبغاړي چې خپل عمرونه يې غلط ښودلي، دوه کلن بندېز به پرې ولګول شي

د هند کرکټ بورډ BCCI په يوه تازه پرېکړه کې اعلان کړى دى، چې ټول …