کورپاڼه / کرکټ / د افغانستان ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړو د کورونا ټېسټونه شوي
افغانستان لوبډله

د افغانستان ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړو د کورونا ټېسټونه شوي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې دوى د ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړو د کورونا ټېسټونه وکړل، چې د ټولو د ټېسټونو پايلې منفي راوتلي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي دي، چې د جون په شپږمه نېټه مو د ملي لوبغاړو د چمتووالي، تکړښت، غوره توپ اچونې او غوره توپوهنې په موخه مياشتينى کمپ پلان کړى و، چې الحمدالله په ډېره ښه توګه ترسره او ډېره مثبته پايله يې درلوده.

فرهان يوسفزى ليکي، چې په نږدې راتلونکي کې د لومړي درجه ولايتي، لېسټ اې او شپږيزه کرکټ ليګ سيالۍ هم پيلېږي.

هغه وايي، د همدې لپاره اړينه وه، تر څو د لوبغاړو روغتيايي حالت بايد په بشپړ ډول ښه وي، نو د لا ډېرې پاملرنې په موخه مو د دوى د کورونا ناروغي معاينات وکړل، چې لله الحمد د ټولو پايله منفي ده.

د يادولو وړ ده چې کرکټ بورډ د ملي لوبډلې ٢٤ لوبغاړو ته په کابل کې يو مياشتيني تمريناتي کمپ جوړ کړى و، چې کرکټ بورډ ويل موخه يې د اسيا جام ته د لوبغاړو چمتو کول دي.

خو د کرکټ اسيايي شورا څو ورځې مخکې اعلان وکړ، چې سږکال د کورونا له امله دوى اسيا جام نه ترسره کوي او دا جام به په بل کال کې ترسره شي.

همدا راز کرکټ بورډ بيا د کورنيو سياليو پيلولو لپاره د کورونا د مخنيوي دولتي کمېټې څخه منظوري ترلاسه کړې ده او کرکټ بورډ وايي چې ډېر ژر به دوى کورنۍ سيالۍ پيل کړي.

د يادولو وړ ده چې ځينو سرچينو د يو شمېر ملي لوبغاړو په تړاو ويلي و، چې ځينې لوبغاړي کورونا ويروس نيولي دي، خو دا خبر هېڅ رسمي سرچينې تاييد نه کړ، چې کوم لوبغاړي کورونا نيولي دي، خو کرکټ بورډ وايي، چې دوى د تمريناتي کمپ پر مهال ټول احتياطي تدابير په پام کې نيولي و.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …