کورپاڼه / کرکټ / ښايي افغان کرکټ لوبغاړي د نړۍ فاسدترینه لوبغاړي شي
کورني لوبغاړي

ښايي افغان کرکټ لوبغاړي د نړۍ فاسدترینه لوبغاړي شي

د افغانستان کرکټ بورډ نا اهله مشرانو څخه د کرکټ چارې ورځ تر بلې شړېږي چې د نورو ستونزو ترڅنګ د کورني کرکټ لوبغاړو د معاشونو کیسه هم خطرناکه ده.

کورنی کرکټ او کورني کرکټ کې لوبېدونکي لوبغاړي د هر هېواد کرکټ لپاره د ملا تیر شمېرل کېږي، چې پرې نړېوال کرکټ اباد وي، خو په افغانستان کې کیسه سرچپه ده چی اوس وخت کې د نشت کرکټ او امتیازاتو سره دغه لوبغاړي د ژوند بدترینه شپې او ورځې تېروي، په ځانګړې توګه د کورونا له کبله د وروستیو شپږیزو کرکټ بندیز له کبله لوبغاړي بیلا بیلو اړخونو ته پام شوی دی چې ښایي کرکټ کې فساد کولو ته یې هم اړ باسي او نیږدې مزل کې خپل ژوند جوړ کړي.

د کورني کرکټ لوبغاړي شکایت کوي چې کرکټ بورډ ورته له ۲ سوه ډالرو نیولې په ۳ کټګوریو کې تر ۶ سوه ډالرو معاش ورکوي چې ان هرو دريو میاشتو کې هم په وخت ورته نه رسېږي.

که څه هم اوس د دويمې دورې نیمایي میاشت تېره شوې ده خو تراوسه لوبغاړو ته د اپریل، مۍ او جون میاشتو معاش نه دى لېږل شوى، چې لوبغاړي یې له سختو مشکلاتو سره لاس او ګرېوان کړي دي او هره میاشت د کورنیو د لګښت په موخه له شتمنو لوبغاړو او سوداګرو قرضونه اخلي.

په دې سره دا ويره زیاتېږي چې ښایي د افغانستان کورني کرکټ کې فساد اوج ته ورسېږي او هر لوبغاړى د هرې کورنۍ یا نړيوالې سیالۍ چانس ترلاسه کولو سره د اسانه پیسو ګټلو په موخه د قمار بازانو او فکسرانو لاس ته ولوېږي او د افغانستان ویاړلی کرکټ نوم له خاورو سره خاورې کړي چې باید له وړاندې د لوبغاړو مشکلاتو ته رسیدګي وشي.

د کورني کرکټ لوبغاړي وایي، د کرکټ ملي لوبډلې او کورني کرکټ لوبغاړو ته باید د یوه پلان له مخې معاش حواله نه شي، ځکه د هغوى په پرتله دوى څو اندازه کم معاش اخلي او ان د يوې میاشتې لګښت یې هم نه پوره کوي، نو کرکټ بورډ باید نه یواځې د دوى معاشات ور زیات کړي باید میاشت په میاشت دې ورته حواله کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د کورنیو او ملي لوبډلې د لوبغاړو په معاشاتو کې ستر فساد روان دى او له همدې کبله کرکټ بورډ په خپل تاریخ کې دغه لیست رسنیز کړی نه دی.

دا چې افغان کرکټ بورډ کومو لوبغاړو ته په (سینټرل کنټرکټ) کې او څومره نورو ته د کورني کرکټ لوبغاړو په توګه په کومو کټګوریو کې څومره معاشات ورکوي راتلونکې کې به یې درته روښانه کړم.

د کرکټ بورډ چيرمېن فرهان یوسفزی د افغانستان تر کرکټ بورډ ادارې پورې او له ذهني ناروغۍ سره لاس او ګرېوان اجرايیوي مشر لطف الله ستانکزی تر کرکټ نړيوالې شورا مرکزي دفتر پورې د تللو اجازه نه لري، خو بیا هم د ورځې نېږدې ۱۹ زره افغانۍ معاش اخلي.

ليکوال : ابراهيم مومند

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …