کورپاڼه / کرکټ / لطف الله ستانکزي د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي کريم صادق ته سپکاوى کړى
لطف الله ستانکزى او کريم صادق

لطف الله ستانکزي د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي کريم صادق ته سپکاوى کړى

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي د ملي لوبډلې پخواني پيليز توپوهونکي او لوبډلمشر کريم صادق ته سپکاوى کړى دى. کريم صادق د نوموړي دفتر ته د دې لپاره ورغلى و، چې د خپلې استعفا په اړوند ورسره خبرې وکړي، خو هغه په ګاردانو له خپل دفتره ويستى دى.

دا خبره په فېسبوک کې د ازادي راډيو خبريال فريد سعادت د کرکټ بورډ د پخواني روزونکي هستي ګل عابد له خولې ليکلې ده. هغه په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي دي:

((دا نو يو اتل لوبغاړي ته سپکاوی دى، هستي ګل عابد وايي، څو ورځې وړاندې کريم صادق د لطف الله ستانکزي دفتر ته ورغلی و او د خپل ريټاير اړوند يې ورسره خبرې کولې خو د خبرو په جريان کې لطف الله ستانکزي خپلو ګاردانو ته غږ وکړ چې کريم صادق له دفتره وباسئ.

دا خبره عابد پرون په فېسبوک لايف کې وکړه.))

په دې اړه د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو څانګې پخواني مدير او ورزشي خبريال ابراهيم مومند هم په خپل ټويټر کې ليکلي دي.

ابراهيم مومند په يو ټويټ کې ليکلي دي، چې د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي له لوري په ښکاره لنډغريزم روان شوى دى، چې هغه په خپل دفتر کې د ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر په خپلو ګاردانو له دفتره ويستى دى. هغه وايي چې کريم صادق د خپلې رسمي استعفا په تړاو له لطف الله ستانکزي سره خبرو ته ورغلى و.


د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې د کرکټ بورډ د مشرتابه پر وړاندې د خلکو نيوکې زياتې شوې دي. يو شمېر ډله ځوانان بيا په دې هڅه کې دي چې چارواکو ته خپل غږ ورسوي او همدا راز دوى وايي چې ډېر ژر به د کرکټ بورډ مخې ته لاريون هم وکړي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …