کورپاڼه / کرکټ / د ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او توپوهونکى نوروز منګل ٣٦ کلن شو
نوروز منګل ١

د ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او توپوهونکى نوروز منګل ٣٦ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او توپوهونکى نوروز منګل ٣٦ کلن شو، هغه د ١٩٨٤ کال د جولاى په ١٥مه نېټه په کابل کې زېږېدلى دى.

په ٢٠٠٩ کال کې د نوروز منګل په لوبډلمشرۍ افغانستان په خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې سکاټلېنډ ته ماتې ورکړې وه. په دغه لوبه کې نوروز منګل ٣٢ منډې کړې وې.

د ملي لوبډلې د ټاپ ارډر توپوهونکي نوروز منګل د افغانستان لپاره په ٤٩ نړيوالو يو ورځنيو او ٣٢ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى.

نوروز منګل په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د افغانستان اتم توپوهونکى دى چې زياتې منډې يې ترلاسه کړې دي. نوموړي په يو ورځنيو لوبو کې د ٢٧.١١ په اوسط ١١٣٩ منډې ترلاسه کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې ١٢٩ زياتې منډې هم کړې دي. هغه ٢ سليزې او ٤ پنځوسيزې وهلي دي.

نوروز منګل

په يو ورځنيو لوبو کې بيا نوموړي د ١٨.٠٣ په اوسط او ١١١.٤٧ په سټرايک رېټ ٥٠٥ منډې کړې دي، چې زياتې منډې يې ٦٥ ناسوځېدلې منډې دي.

هغه توپ اچونه هم کوله، چې په يو ورځنيو لوبو کې يې ٨ او شل اوريزو لوبو کې يې ٤ ويکټې ترلاسه کړې دي.

نوروز منګل د ٢٠٠٩ کال څخه تر ٢٠١٢ کال پورې د يو ورځنيو او شل اوريزو لوبډلو لوبډلمشر هم پاتې شوى دى، هغه په نړيوالو سياليو کې د افغانستان لومړنى لوبډلمشر هم دى. د نوموړي په لوبډلمشرۍ کې افغانستان ٢٢ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي، چې ١٢ يې ګټلي او ١٠ يې بايللي دي، همدا راز ١٣ نړيوالې شل اوريزې لوبې يې ترسره کړې دي، چې ٦ يې ګټلي او ٧ يې بايللي دي.

نوموړي خپله وروستۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه د بنګله دېش په وړاندې د ٢٠١٦ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه ترسره کړې او همدا راز نړيواله وروستۍ شل اوريزه لوبه يې بيا د ٢٠١٧ کال د جنورۍ په ٢٠مه نېټه ترسره کړې.

نوموړي چې کله له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړه، نو يې بيا د ملي لوبډلې سره د روزونکي په توګه دنده پيل کړه. هغه د توپوهنې د روزونکي په توګه هم پاتې شوى دى او اوس هم له ملي لوبډلې سره د روزونکي په توګه دنده ترسره کوي.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …