کورپاڼه / بېلا بېل / ذاکر نايک: مسلمانان د مندر جوړولو لپاره مرسته نه شي کولاى، د پاکستان حکومت دې د هندوانو مندر نه جوړوي
ډاکټر ذاکر نايک

ذاکر نايک: مسلمانان د مندر جوړولو لپاره مرسته نه شي کولاى، د پاکستان حکومت دې د هندوانو مندر نه جوړوي

په نړيواله کچه مشهور ديني عالم ډاکټر ذاکر نايک وايي، چې مسلمانان نه شي کولاى چې د نامسلمانانو د مندر يا کليسا جوړولو لپاره خپلې مرستې وکړي، نو د پاکستان حکومت دې په اسلام اباد کې د مندر جوړولو لپاره پېسې نه ورکوي.

د پاکستان حکومت په پلازمېنه اسلام اباد کې د هندوانو عبادتځي (مندر) جوړولو لپاره ځاى ورکړى دى او اوس يې د دغه مندر د جوړولو لپاره لومړي وزير عمران خان د حکومتي خزانې نه د پېسو ورکولو اعلان کړى دى.

د دغه مندر د جوړولو له لانجمن کېدو وروسته يو پاکستاني د ډاکټر ذاکر نايک نه په دې اړه پوښتنه کړې ده، چې ايا د پاکستان حکومت د هندوانو د مندر جوړولو لپاره پېسې ورکولى شي او که نه؟

ډاکټر ذاکر نايک د دغه پوښتنې په ځواب کې ورته ليکلي دي، چې د امام اعظم ابو حنيفه، امام مالک، امام احمد بن حنبل او امام شافعي ګډه پرېکړه دا ده، چې هېڅ مسلمان د نامسلمانو د عبادتځي لکه کليسا يا مندر جوړولو لپاره مرسته نه شي کولى.

هغه همدا راز په خپلو خبرو کې د سورة مائده حواله هم ورکړې ده، چې  تاسې مرستې د تقوا لپاره وکړئ، همدا راز د ګناه په کار کې د مرستې لپاره منع کړل شوي دي او له شرک نه بله لويه ګناه کومه ده، چې يو مسلمان دې د مندر د جوړولو لپاره مرسته وکړي.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې حکومت هندوانو ته په ٢٠١٧ کال کې د مندر جوړولو لپاره ځمکه ورکړې وه، خو د پېسو د نه شتون له امله پرې تراوسه کار نه و پيل شوى. څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزير عمران خان اعلان وکړ چې د مندر د جوړولو ټول مصارف به حکومت ورکوي، له هغه وروسته که يو شمېر خلکو او پاکستاني عالمانو د حکومت دا پرېکړه وغندله او د مندر جوړولو مخالفت يې وکړ، نو بل لوري ته د پاکستان اسلامي کونسل مشر طاهر اشرفي د دې پرېکړې ملاتړ وکړ او وې ويل چې په دې اړه به له پاکستاني عالمانو سره ناسته وکړي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …