کورپاڼه / کرکټ / کرکټ او ټېکنالوژي؛ د کرکټ لپاره ځيرک توپ جوړ شوى
ځيرک توپ

کرکټ او ټېکنالوژي؛ د کرکټ لپاره ځيرک توپ جوړ شوى

په ورزشي لوبو کې هره ورځ د ټېکنالوژۍ کارونه ډېرېږي، هغه شرکتونو چې د لوبو لپاره سامانونه جوړوي، هغوى هره ورځ هڅه کوي چې د ټېکنالوژۍ په مرسته داسې څه جوړ کړي، چې نه يوازې په لوبو کې اسانتيا راولي، بلکې لا پرمختګ هم پکې راولي.

اوس تازه په کرکټ کې يو داسې ځيرک توپ جوړ شوى دى، چې په کارولو سره به يې په کرکټ کې ډېر لوى بدلون راولي، د کرکټ لوبو لپاره په دې جوړ شوي ځيرک توپ کې داسې چپ لګېدلى دى، چې هغه د توپ سپيډ، باونس، حرکت او نور ټول شيان ډېر په اسانۍ سره معلوموي.

ځيرک توپ ١

د اسټراليا مشهور شرکت کوکابورا، چې د ورزشي لوبو لپاره سامان جوړوي، اوس تازه دا ځيرک توپ جوړ کړى دى چې يو چپ پکې لګېدلى دى.

د نوې ټېکنالوژۍ په مرسته جوړ شوي دې توپ کې به د دې چپ په مرسته د توپ هر څه څارل کېږي، يعنې د توپ سپيډ يا تېزوالى، حرکت، باونس او نور هر څه به په سمه توګه ثبتېږي او معلومول به يې اسانه وي.

دا ځيرک توپ به نه يوازې دا چې دغه شيان په اسانۍ معلوموي، بلکې د لوبڅارانو او د ډي ار ايس په برخه کې به هم ترې مرسته اخيستل کېږي، همدا راز هغه کېچونه چې معلومول يې ګران وي او لانجمن کېږي، د هغې معلومول به هم د دې توپ په مرسته اسانه شي.

ځيرک توپ ٢

د اسټراليا کرکټ بورډ د کوکابورا شرکت له لوري د دې جوړ شوي ځيرک توپ کارولو اجازه يوازې په ځايي کچه د هلکانو لوبو کې ورکړې ده، خو داسې هيلې شته چې ډېر ژر به دا ځيرک توپ په بېلا بېلو ليګونو کې هم وکارول شي.

که دا ځيرک توپ په تجارتي ليګونو او يا هم نړيوالو سياليو کې وکارول شي، نو ښايي په کرکټ کې ډېر بدلون راشي.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …