کورپاڼه / بېلا بېل / هغه نارينه چې دوه ودونه يې کړي وي، د نورو په پرتله زيات عمر کوي
واده

هغه نارينه چې دوه ودونه يې کړي وي، د نورو په پرتله زيات عمر کوي

په يوه نوې څېړنه کې دا خبره موندل شوې ده، چې دويم واده د سړي عمر زياتوي. په دغه څېړنه کې ويل شوي دي، هغه نارينه چې دوه ودونه وکړي، د نورو نارينه و په پرتله يې عمر زيات وي.

دا څېړنه د برېتانيې د شيفلډ پوهنتون کې شوې ده. په دې څېړنه کې ويل شوي دي، هغه نارينه چې دوه ودونه وکړي، د نورو نارينه و په پرتله ډېر عمر تېروي.

په راپورونو کې ويل شوې دي، چې د نارينه و دوه ودونه د نجونو فيصدي هم راکموي او له همدې امله د نجونو قدر هم ورسره زياتېږي.

دويم واده

په راپور کې ويل شوي دي، دا څېړنه په هغه هېوادونو کې شوې ده، چېرته چې د ډېرو ودونو کولو اجازه شته.

د ډېلي مېل وېبپاڼې د راپور په وېنا، په دغه څېړنه کې ويل شوي دي، هغه سړي چې دوه ودونه وکړي، د نورو په پرتله ١٢ سلنه يې د عمر تېرولو اندازه زياتېږي.

د ډېلي مېل په راپور کې زياته شوې ده، هغه نارينه چې دوه ودونه يې کړي وي، په وروستي عمر کې يې پالنه هم ښه کېږي او تر نورو عمر هم زيات تېروي.

واده ٣

همدا راز دا خبره د برېتانيې يو پوهنتون هم تاييد کړې ده، د بت سپا پوهنتون څېړونکو ويلي دي، هغه کسان چې ډېرې ښځې ولري نو پالنه به يې ښه وشي او ډېر عمر به هم تېر کړي.

په دې څېړنه کې دا هم ويل شوي دي، که چېرته هغه سړي چې يو واده يې کړى دى، له مجردانو سره يې مقايسه کړو، نو د مجردانو په پرتله دا واده شوى سړى ډېر ژوند تېروي.

واده ١

د يادولو وړ ده چې په ډېرى هېوادونو کې له يو زيات واده کولو باندې بندېز دى، خو په اسلام کې بيا نارينه و ته اجازه ورکړل شوې ده، چې په يو وخت څلور ښځې وکړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنګاپور الوتکه

د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز؛ پوهېږئ څو ساعته دى؟

د سنګاپور څخه امريکا ته د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز پيلېږي، چې په نومبر …