د افغانستان کرکټ بورډ اجراييه رييس لطف الله ستانکزي په اړه ويل کېږي چې هغه متحده عربي اماراتو ته سفر نه شي کولى او هلته بند دى، خو نوموړي دا اوازې رد کړې او وايي چې هغه تېر کال او روان کال کې هم دوبۍ ته تللى دى.
د نوموړي په اړه ويل کېږي چې څو کاله مخکې په دوبۍ کې له هغه سره دوه پاسپورټونه نيول شوي و، چې له هغه وروسته دغه هېواد ته په ورتګ پرې بندېز لګېدلى دى.
د اى سي سي ناستې په دوبۍ کې ترسره کېږي او له همدې امله پر اجراييه رييس لطف الله ستانکزي نيوکې کېدې، چې هغه د اى سي سي په هېڅ غونډه کې ګډون نه دى کړى.
خو لطف الله ستانکزي د کرکټ بورډ د رسنيو څانګې پخواني مدير ابراهيم مومند ته په ځواب کې ليکلي دي، چې هغه په تېرو څو کلونو کې دوبۍ ته سفرونه کړي دي، چې د ٢٠١٩ کال په اکتوبر او دسمبر او د ٢٠٢٠ کال په فبرورۍ کې هم هغه دوبۍ ته تللى دى.
هغه ابراهيم مومند ته ليکلي دي، چې ته موږ د ناکامه مديريت له امله له دندې ليرې کړې، نو اوس ځکه نيوکې کوې.
I’ve been travelling to Dubai for the last several years including in Oct & Dec 19 and Feb 20 and have played a key role in hosting several events there. I wish you had raised any issues in ACB when you were employed here until you were fired for poor performance & incompetence. pic.twitter.com/z5fKKVVgdd
— Lutfullah Stanikzai (@Lutfullah1504) July 15, 2020
لطف الله ستانکزي د ابراهيم مومند د هغه ټويټ سکرين شاټ هم خپور کړى دى، چې هغه پکې ليکلي دي چې لطف الله ستانکزى متحده عربي اماراتو ته نه شي تللى.
خو بل لوري ته بيا د لطف الله ستانکزي په همدغه ټويټ باندې ځينو کسانو تبصرې کړې دي او له هغه نه يې غوښتنه کړې ده، چې که هغه په دوبۍ بند نه دى، نو ثبوت دې راښکاره کړي.
د ارمان په نوم يو کس ورته ليکلي دي، چې دوبۍ ته د وروستي ځل تګ سفر ثبوت دې خپور کړي، هغه وايي چې د وېزې يا ټکټ عکس د ثبوت په توګه خپور کړه.
د يادولو وړ ده چې يو کال مخکې چې لطف الله ستانکزى د کرکټ بورډ اجراييوي رييس وټاکل شو، له هماغه وخت راهيسې پر هغه دا نيوکې کېږي، چې هغه په متحده عربي اماراتو باندې بند دى او هلته نه شي تللى.