کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / کورونا د ژوند کړه وړه بدل کړه، راتلونکې نړۍ به څنګه وي؟
د مخ ماسک، شيلډ او جيکټ

کورونا د ژوند کړه وړه بدل کړه، راتلونکې نړۍ به څنګه وي؟

کورونا ويروس چې په ټوله نړۍ کې خپور شوى دى، ساينسپوهان او روغتياپالان وايي، چې موږ ښايي تر اوږدې مودې پورې له دې ويروس سره پاتې شو، نو احتياطي تدابير او ټولنيز واټن ساتل بايد په خپل ژوند کې عملي کړو.

د کورونا په دې اوسني حالت کې په ټوله نړۍ کې پروګرامونه، غونډې او د نورو چارو معناوې هم بدلې شوې دي او له کورونا وروسته اوس نړۍ ډېره بدله ښکاري.

په داسې وخت کې بيا د نړۍ مشهورو ډيزاينرانو او د ټېکنالوژۍ شرکتونو د سېلانيانو او نورو خلکو لپاره بېلا بېل داسې کالي، د مخ ماسکونه او د مخ شيلډ تيار کړي دي، چې دوى له کورونا څخه خوندي کړي.

د امريکا يو ډيزاينر جو ډوسى د راتلونکي لپاره دا د مخ ماسک جوړ کړى دى، چې دا ټوله څېره پټوي او همدا راز په زړه پورې هم دي، ځکه خوندور ښکاري.

د مخ ماسک

همدا راز د لندن يو شرکت فنټاسټک بيا د کورونا نه د خونديتوب لپاره د (اى سفير) په نوم د مخ لپاره شيلډ جوړو کړى دى، چې د سټار وارز د فلمونو يا هم د کومې بلې نړۍ د مخلوق د هيلمټ په څېر ښکاره کېږي.

د مخ شيلډ

د وايزر په نوم يو شرکت بيا د هوايي سفر پر مهال د مسافرو او سېلانيانو لپاره د (بايو وايز) په نوم يو داسې جېکټ جوړ کړى دى، چې خلک له کورونا خوندي ساتي. په دې کې يوه شيشه هم لګېدلې ده. همدا راز دا جېکټ د يو اېس بي په مرسته هوا هم پاکوي.

جيکټ

د يادولو وړ ده چې له چين څخه خپور شوى د کورونا ويروس په ټوله نړۍ کې خپور شوى دى، که څه هم اوس په يو شمېر هېوادونو کې ګرځبندېز کې نرمښت راوستل شوى دى، خو په ځينو هېوادونو کې بېرته سخت ګرځبندېز لګېدلى دى، ځکه چې د پېښو د کمېدو پر ځاى ورځ تر بلې پېښې زياتېږي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …