د افغانستان کرکټ بورډ د HR پخواني منېجر د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس ته ليکلي دي، چې د کرکټ بورډ عزت مو په سيمه ييزو او نړيوالو رسنيو کې بدنام کړ.
د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي په خپله ټويټر پاڼه کې د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي او د کرکټ بورډ روزونکي هستي ګل عابد د ليرې کېدو پوسټ په ټويټر کې کړى دى.
کرکټ بورډ دوه ورځې مخکې هستي ګل عابد له دندې ليرې کړ او لامل يې دا ښکاره کړ چې په ٢٠١٨ کال لېسټ اې غازي امان الله خان سياليو کې يې فساد کړى دى.
خو هستي ګل عابد دا خبره رد کړه او وې ويل چې هغه له دې امله له دندې ليرې شوى دى، چې ولې يې له حمدالله محب سره ليدلي دي. هغه کرکټ بورډ د هغه په ليرې کولو اصول مات کړي دي.
د فرهان يوسفزي دغه ټويټ ته د کرکټ بورډ د HR پخواني منېجر ضيا الحق ضيا ليکلي دي، چې په ټولنيزو رسنيو د دې خبر خپرول لازمي نه و، د کرکټ بورډ مشرتابه دې ماشومانه پرېکړې نه کوي، که دا کارونه روان وي نو په سيمه ييزو او نړيوالو رسنيو کې به کرکټ نور هم بدنام کړي، ځکه له مخکې څخه هم بدنامه دى.
@ZiaulhaqAmarkhi @MashalAtif
Anouncement on social media was not needed. ACB management should show some maturity. These acts defames ACB image in local and international communities, which is already in worst status. Please do not destroy it by your imature decisions.— Zia Ul Haq Zia (@zia_haq009) July 15, 2020
هغه فرهان يوسفزي ته ليکلي دي، چې په خپلو ماشومانه پرېکړو د کرکټ اوسني حالت نور مه تباه کوه.
د يادولو وړ ده چې کله فرهان يوسفزى د کرکټ بورډ عمومي مشر وټاکل شو، نو له هغه څه وخت وروسته يې ضيا الحق ضيا له خپلې دندې له دې امله ليرې کړ، چې د هغه کسانو ته يې لوړ معاشونه نه مقررول او ورته يې ويل، چې لږ تر لږ هر څه چې کوي، خو د کرکټ بورډ اصولو ته دې يې برابر کړي.