کورپاڼه / هنر او کلتور / د کترينې ٣٧مه کليزه، د ژوند او فلمونو په اړه يې معلومات دلته ولولئ
کترينه کېف

د کترينې ٣٧مه کليزه، د ژوند او فلمونو په اړه يې معلومات دلته ولولئ

کترينه کېف چې اوسمهال د هندي سينما يو له مخکښو ښځينه فلمي ستورو څخه ده، دغه فلمي نړۍ ته له بهر څخه راغلې ده او په خپله وړتيا او زيار يې دې ځاى ته ځان رسولى دى.

کترينه کېف نن ٣٧ کلنه شوه، نن د هغې کليزه ده، نوموړې د ١٩٨٣ کال د جولاى په ١٦مه نېټه په هانګ کانګ کې زېږېدلې ده، هغه چې د هند فلمي نړۍ ته راغله، په يو ټکي هندي هم نه پوهېده، خو په فلمونو کې يې پرلپسې کار پېدا کړ، اوس هم هغه په هندي ډېره ښه نه پوهېږي، خو بيا يې هم د هندي سينما د لومړي کتار په هنرمندانو کې ځان ځاى کړى دى.

کترينه کېف ١

د کترينه کېف مور د هانګ کانګ ده، همدا راز پلار يې محمد کېف بيا په برېتانيه کې يو سوداګر دى، چې اصلاً د کشمير اوسېدونکى دى، هغه نورې ډېرې خويندې هم لري.

کترينه کېف په خپله يوه مرکه کې ويلي دي، چې د هغې ژوند په ډېرو هېوادونو کې تېر شوى دى، ځکه په هانګ کانګ کې وزېږېدله، بيا چين ته لاړل، له هغه وروسته جاپان ته او له جاپان وروسته بيا فرانسې ته لاړل. ورپسې سويټزرلېنډ او بيا پولېنډ ته لاړل، له هغه ځايه بيلجيم، بيا هواى او همدا راز لندن ته راورسېدل چې په همدې ځاى کې بيا مېشت شو.

کترينه کېف مخکې خپل نوم Katrina Turquotte ليکلو، خو کله چې هند ته لاړه، نو خپل نوم يې Katrina Kaif ته بدل کړ، تر څو په اسانۍ سره وويل شي.

کترينه کېف او سلمان خان

کترينه کېف په لندن کې موډلنګ پيل کړى و، چې وروسته په يو هندي فلم کې بوم کې واخيستل شوه، په دغه فلم کې اميتاب بچن هم کار کړى و، خو ډېر ناکامه فلم ثابت شو.

خو په ٢٠٠٥ کال کې په سرکار او مين نى پيار کيو کيا کې هغې کار وکړ او دغه فلمونو له کاميابېدو سره سم هغې هم خپل قدمونه کلک کړل.

له هغه وروسته کترينه کېف د هندي سينما له مشهورو هنرمندانو لکه سلمان خان، شاه رخ خان، اکشى کمار، عامر خان، ريتيک روشن او نورو سره کار وکړ او د هندي سينما د لومړي کتار هنرمندانو کې يې ځان ځاى کړ.

کترينه کېف او شاه رخ خان

د هغې د فلمونو نومونه لاندې دي:

بوم، ماليسوري، سرکار، مين نى پيار کيو کيا؟، الاري پيډوګو، همکو ديوانه کرګئي، بلرام ورسز تهاراډس، نمستى لندن، اپنى، پارټنر، ويلکم، رېس، سينګ از کينګ، هيلو، يوراج، نيو يارک، بلو، عجب پريم کي غضب کهاني، دى دنا دن، راجنيتي، تيس مار خان، زندګي نا مليګي دوباره، باډي ګارډ، ميرى برادر کي دلهن، اګنيپت، ايک تها ټايګر، جب تک هى جان، مين کرشنا هو، بامبى ټاکيز، دهوم ٣، بېنګ بېنګ، فانټوم، فتور، بار بار ديکهو، جګا جاسوس، ټايګر زنده هى، ويلکم ټو نيو يارک، ټګز اف هندوستان، زيرو، بهارت، انګريزي ميډيم او سوريا ونشي.

کترينه کېف او عامر خان

کترينه کېف په فلمونو کې د کار کولو په بېلا بېلو کې ٣٧ سترې او وړې جايزې هم ترلاسه کړې دي.

د کترينه کېف سره په هندي سينما کې مشهور هنرمند سلمان خان هم ډېره مرسته کړې ده، همدا راز يو وخت د دواړو ترمنځ ډېرې نږدې اړيکې هم وې، خو وروسته بيا د کترينه کېف له يو بل هنرمند رنبير کپور سره ډېرې نږدې اړيکې جوړې شوې او ويل کېدل چې ښايي دواړه واده وکړي، خو وروسته يې سره بيا اړيکې خرابې شوې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سهانا خان

د شاه رخ خان لور: زه په خپل رنګ او ونه خوشحاله يم، د رنګ توپير بايد نور ختم شي

د هندي سينما د مخکښ هنرمند شاه رخ خان لور سهانا خان په ټولنيزو رسنيو …