کورپاڼه / بېلا بېل / د کورونا له ويرې ١ ميليون کسانو يو بد عادت پرېښود
کورونا

د کورونا له ويرې ١ ميليون کسانو يو بد عادت پرېښود

په برېتانيه کې په سلګونو زره کسانو د کورونا ويروس له ويرې د سګريټ څکولو بد عادت پرېښى دى.

د برېتانوي رسنيو د راپورونو په وېنا، د روغتيا او سيګريټ په تړاو کار کوونکي يو بنسټ يوه سروې خپره کړې ده، چې پکې ويل شوي دي د کورونا له ويرې ١ ميليون کسانو د سيګريټ څکولو عادت پرېښى دى.

په دې سروې کې ويل شوي دي چې دغه ١ ميليون کسانو د اپريل له ١٥مې څخه تر د جون تر ٢٠مې نېټې پورې د سيګريټ څکولو له دې بد عادت څخه ځان ژغورلى دى.

په راپور کې ويل شوي دي، چې ٤١ سلنه کسانو د کورونا له ويرې څلور مياشتې مخکې د سيګريټ څکول پرېښي دي، همدا راز ١٠ زره کسان بيا داسې دي، چې يوه مياشت مخکې يې د سيګريټو څکول پرېښودل.

په راپور کې زياته شوې ده، چې هغه کسان چې د سيګريټو څکول يې پرېښي دي، وايي چې د کورونا ويروس د دې عادت په پرېښودو کې له دوى سره ډېره مرسته وکړه، ځکه دوى احساس کړه چې د نورو خلکو په پرتله د دوه سږي کمزوري دي.

په سروې کې ويل شوي دي چې په ٢٠٢٠ کال کې ٧.٦ سلنه کسانو د سيګريټ پرېښودو په دې سروې کې برخه واخيسته، چې دا په تېره يوه لسيزه کې تر ټولو لوى شمېر دى.

بل لوري ته د University College London يو راپور هم خپور شوى دى، چې پکې ويل شوي دي چې د ٢٠٠٧ کال نه وروسته، په تېره مياشت کې تر ټولو زياتو خلکو د سيګريټ څکولو عادت پرېښى دى.

په برېتانيه کې حکومت او روغتياپالانو خلکو ته ويلي و، چې هغه خلک چې سيګريټ څکوي، کورونا ويروس يې په اسانۍ ښکار کوي او چون د سيګريټ څکولو له امله يې مدافعتي سيسټم کمزورى وي، نو کورونا ورته ستر خطر جوړېدلى شي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …