کورپاڼه / بېلا بېل / هغه کب چې د انسانانو په څېر غاښونه او شونډې لري
کب ١

هغه کب چې د انسانانو په څېر غاښونه او شونډې لري

په انټرنېټ د يو داسې کب يا ماهي عکسونه خپاره شوي دي، چې انسانانو ته ورته غاښونه او شونډې لري او څېره يې انسانانو ته ورته ښکاري، لکه د انسانانو په څېر چې خاندي.

د (دي مرر) د راپور په وېنا، دا کب په مالېزيا کې د يو کب نيوونکي په لاس ورغلى دى، کله چې د دې کب عکسونه په انټرنېټ خپاره شو، نو خلک ورته حېرانه پاتې شو، ځکه داسې کب يې له دې مخکې کله نه و ليدلى.

دغه عکس چې په ټولنيزو رسنيو کې ډېر لاس په لاس کېږي، د کب غاښونه او خندا انسانانو ته ورته ښکاري، چې خلکو هم ډېر خپور کړى دى.

د دې کب عکسونه په يو ساعت کې په زرګونو کسانو خپاره کړي دي او همدا راز ډېرى خلکو يې په اړه پوښتنې هم کړې دي.

کب ٢

د يادولو ده چې په مالېزيا کې دا کبان يا ماهيان ډېر پېدا کېږي، چې غاښونه يې د انسانانو په څېر دي، په کوالالمپور کې دې کبانو ته بيا د (ټريګر فش) نوم هم ورکړل شوى دى.

پوهان وايي، چې د ټريګر کبانو څلوېښت ډولونه دي، چې دا کبان په تودو اوبو کې او په ډېره ژوره کې خپل کورونه جوړوي.

د نېشنل جيوګرافيک پوهان وايي، چې د دې ډول کبانو نارينه يې ډېر غصه ناک دي او د جنګ پر مهال له خپلو غاښونو څخه پوره ګټه پورته کوي.

کله چې د دې کب عکسونه په انټرنېټ خپاره شو، نو ځينې کسانو پکې ايډيټنګ هم وکړ، چې ورته لاسونه ولګول او چا ورته مېک اپ يا ارايش وکړ او بيا يې خپاره کړل.

کب ٣

د يادولو وړ ده چې له دې مخکې د امريکا په سمندر کې هم داسې کب موندل شوى و چې د انسانانو په څېر غاښونه يې درودل، همدا راز په اندونېزيا کې هم يو کب نيوونکي همدې ته ورته يو کب نيولى و، چې بيا يې وروسته بېرته په اوبو کې پرېښود.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

ولسمشر غني د فوټبال فدراسیون مسوولین او لوبغاړي ستایلي دي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن وروسته له غرمې د افغانستان د فوټبال فدراسیون له …