کورپاڼه / بېلا بېل / سعودي محکمې د هغې نجلۍ په حق کې پرېکړه وکړه، چې غوښتل يې له مور و پلار بېل او يوازې ژوند وکړي
سعودي ښځې ١

سعودي محکمې د هغې نجلۍ په حق کې پرېکړه وکړه، چې غوښتل يې له مور و پلار بېل او يوازې ژوند وکړي

د سعودي عربستان حکومت يوې محکمې د هغې نجلۍ په حق کې پرېکړه ورکړه، چې غوښتل يې له خپل مور و پلار څخه بيل او په يوازې کور کې ژوند وکړي.

د راپورونو په وېنا، سعودي محکمې ويلي دي، چې هغه ښځې چې بالغې دي، حق لري چې له مور و پلار بيل او يوازې ژوند وکړي، دا کوم جرم نه دى.

د العربيه نېټ د راپور په وېنا، دغه نجلۍ غوښتل چې له مور و پلار بيل او يوازې ژوند وکړي، خو پلار يې محکمې ته تللى و او د هغې پر ضد يې عريضه کړې وه، چې محکمې پرېکړه د نجلۍ په حق کې وکړه.

سعودي محکمه

د سعودي عربستان په ټولنيزو رسنيو کې هم دې ته يوه (تاريخي پرېکړه) ويل شوي دي او خلکو يې ملاتړ کړى دى.

په دې تړاو د (القضا يسقط التغيب) په سرليک سره يو هشټاګ هم جوړ شوى دى او خلکو د دغه پرېکړې ملاتړ کړى دى، خلکو هيله څرګنده کړې ده چې د سعودي عربستان ښځې به د خپلو حقونو ترلاسه کولو سفر همداسې دوامداره وساتي.

د اسما بنت فهد په نوم د ټويټر يوې کاروونکې ليکلي دي، چې زه هغه خلکو ته حېرانه شم چې د محکمې په دې پرېکړه ناخوښه دي، زه خو د دې پرېکړې کلک ملاتړ کوم.

د نايف په نوم يو بل کس ليکلي دي، که يوه ښځه د خپل مور و پلار کور پرېږدي او ځانته بيل کور جوړوي، نو په دې کې څه بده خبره نشته دى، ځکه هغه همدلته په سعودي عربستان کې ژوند کوي، بل چېرته نه ځي.

سعودي ښځې ٢

يوې ښځې بيا په دې اړه ليکلي دي، چې د محکمې دا پرېکړه د هغه ښځو لپاره مهمه ده چې غواړي خپل ژوند په خپله جوړ کړي، اوس که په کومو ښځو کې دا وړتيا وي نو هغوى به وکولاى شي چې خپل ژوند يوازې او په خپله جوړ کړي.

د يادولو وړ ده چې په سعودي عربستان کې د (التغيب) په نوم يو کلتور دى، چې د ښځې سرپرست دا حق درلود چې که کومه ښځه له کورنۍ ورکه شي او يا هم د سرپرست له اجازې پرته چېرته لاړه شي او خپل ژوند جوړ کړي، نو سرپرست کولاى شول چې محکمې ته لاړ شي او (هروب) وکړي، تر څو دغه ښځه بېرته راولي، خو محکمې وويل، چې هره ښځه د خپل ژوند حق لري او (هروب) بېځايه دى.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …