کورپاڼه / کرکټ / جوفرا ارچر د احتياطي تدابيرو په ماتولو له لوبو ليرې او کرنټين شو
جوفرا ارچر

جوفرا ارچر د احتياطي تدابيرو په ماتولو له لوبو ليرې او کرنټين شو

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپ اچونکى جوفرا ارچر د احتياطي تدابيرو په ماتولو له دوېم ټېسټ لوبې څخه ليرې شو او د پنځه ورځو لپاره کرنټين شو.

د انګلستان کرکټ بورډ د ويسټ انډيز پر وړاندې د دريمې ټېسټ لوبې ١٣ کسيزه لوبډله کې نوموړى شامل کړى و، خو نن سهار يې په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې جوفرا ارچر د احتياطي لارښوونو څخه سرغړونه کړې ده، نو له دې امله به په دوېمه ټېسټ لوبه کې ونه لوبېږي.

د انګلستان کرکټ بورډ همدا راز زياته کړې ده، چې هغه به د پنځه ورځو لپاره کرنټين وي او له هغه وروسته به يې د کورونا ټېسټ هم وشي.

د انګلستان کرکټ بورډ وياند وايي چې ټول لوبغاړي د GPS tracking له امله کتل کېږي او دوى وليدل چې جوفرا ارچر له لوبډلې بيل او بل ځاى ته يې سفر کړى و، چې په دې سره يې د احتياطي لارښوونو څخه سرغړونه کړې ده.

جوفرا ارچر بيا په خپل دې کار بخښنه غوښتې ده او ويلي يې دي، چې هغه نه يوازې دا چې د انګلستان لوبډلې لوبغاړي، بلکې د ويسټ انډيز لوبغاړو او منېجمنټ لپاره هم خطره جوړه کړې ده، نو خپله تېروتنه مني او په خپل دې کار بخښنه غواړي.

نوموړى همدا راز وايي، چې دا د هغه لپاره تر ټولو بد خبر دى چې په دوېمه ټېسټ لوبه کې به نه لوبېږي.

د يادولو وړ ده چې جوفرا ارچر د انګلستان يو له مخکښو توپ اچونکو څخه دى، د ويسټ انډيز پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې که څه هم نوموړي په لومړۍ پاڼۍ کې کومه ويکټ ترلاسه نه کړه، خو په دويمه پاڼۍ کې هغه بيا تر نورو توپ اچونکو ډېرې ويکټې واخيستې، نوموړي په ١٧ اورونو کې ٤٥ منډې ورکړې او ٣ لوبغاړي يې وسوځول.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …