کورپاڼه / بېلا بېل / هغه ښځه چې (انساني کمپيوټر) ورته ويل کېده، په اړه يې دلته ولولئ
شکنتلا ديوي

هغه ښځه چې (انساني کمپيوټر) ورته ويل کېده، په اړه يې دلته ولولئ

په هند کې ٧ کاله مخکې يوه داسې ښځه ومړه، چې ډېر تېز مازغه يې درلوده او د رياضي لوى لوى پوهان يې حېرانه کړي و، هغه په ټوله نړۍ کې مشهوره شوې وه او هغې ته به (انساني کمپيوټر) هم ويل کېده.

د انډيا ټايمز د راپور په وېنا، د دغه ښځې نوم شکنتلا ديوي و، چې د هند په بنګلور ښار کې د ١٩٢٩ کال د نومبر په ٤مه نېټه زېږېدلې وه او په همدغه ښار کې د ٢٠١٣ کال د اپريل په ٢١مه نېټه ومړه.

شکنتلا ديوي په نړيواله کچه مشهوره ښځه وه، چې په ډېرو هېوادونو کې د هغې په مړينه خپګان او غمرازي وشوه. هغې به د رياضۍ سختې سختې پوښتنې په ثانيو کې حل کولې، همدا راز په ستورپوهنه يا ستورپېژندنې کې يې هم ډېره پوه درلوده.

شکنتلا ديوي ١

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د ډېرې وړتيا لرلو له امله په ١٩٨٢ کال کې د شکنتلا ديوي نوم په ګنيس بک اف ورلډ ريکارډ کې هم ثبت شوى و.

دغه ښځې يو شمېر کتابونه هم ليکلي و، چې ځينې پکې ناولونه هم شامل و.

د هغې يو کتاب (The world of homosexuals) په نړيواله کچه ډېر مشهور شوى و او په دغه موضوع باندې په هند کې ليکل شوى دا لومړنى کتاب هم ګڼل کېږي.

شکنتلا ديوي په ١٩٧٧ کال کې هغه مهال په نړيواله کچه مشهوره شوه، چې د رياضي يوه پوښتنه يې يوازې په ٥٠ ثانيو کې حل کړه او يونيويک کمپيوټر ته يې ماتې ورکړه.

دغه پوښتنه کمپيوټر په ٦٢ ثانيو کې حل کړې وه، خو هغې له کمپيوټر څخه ١٢ ثانيې مخکې دا پوښتنه حل کړه. هغه همدا راز د رياضي په برخه کې هر ډول سختې پوښتنې په ثانيو کې حل کولې.

شکنتلا ديوي فلم

د شکنتلا ديوي په ژوند باندې فلم هم جوړ شوى دى، دغه فلم چې (شکنتلا ديوي) نومېږي د هندي سينما مشهورې ستورې ويديا بالن پکې کار کړى دى او په روانه مياشت کې به دا فلم په انلاين بڼه خپور شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شاهین آسمایي لوبډلې د افغانستان فوټبال غوره لیګ اتلولي په خپل نوم کړه

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي د پنځم ځل لپاره د شاهین اسمایي …