کورپاڼه / بېلا بېل / انلاين شاپنګ؛ د خپلو پېسو ترلاسه کولو په لړ کې ښځه دويم ځلي دوکه شوه
ښځه او دوکه

انلاين شاپنګ؛ د خپلو پېسو ترلاسه کولو په لړ کې ښځه دويم ځلي دوکه شوه

انټرنېټ د اي کامرس E-Commerce په برخه کې انقلاب راوست او اوس په خپل کور کې ناست هر څوک کولاى شي چې په انلاين بڼه يو څه واخلي، خو په دې برخه کې دوکې او د خلکو لوټل هم ډېر شوي دي.

تازه په هند کې له يوې ښځې سره دوکه شوې ده، چې د اي کامرس يوې وېبپاڼې له لوري دوه ځلې ترې پېسې لوټ شوي دي.

د انډيا ټايمز د راپور په وېنا، ريچا امين چې د هند د ګجرات ايالت د احمد اباد ښار اوسېدونکې ده، هغه د سياحتي او توريستي شرکت لري.

ريچا امين په يوه انلاين وېبپاڼه (ethinicmania) کې ځينې انځورونه اخيستي و، چې د هغې لپاره يې پېسې هم ورکړې وې، خو د يوې اونۍ په تېرېدو سره هم هغې ته ياد انځورونه راورنه رسېدل.

کله چې هغې هېڅ ځواب ترلاسه نه کړ، نو يې وروسته دغه وېبپاڼې ته ايمېلونه وکړل، خو د ايمېلونو هم هېڅ ځواب ور نه کړل شو. ريچا امين له هغه وروسته بيا د ياد شرکت د فېسبوکپاڼې څخه د هغوى شمېره ترلاسه کړه او د څو ورځو پرلپسې هڅو وروسته يې اخر هم له شرکت سره خبرې وشوې.

کله چې يې له شرکت سره خبرې وکړې، نو هغوى ورته وويل چې دې کوم انځورونه اخيستي دي، هغه له دوى سره ختم شوي دي، نو کولاى شي چې خپلې پېسې بېرته واخلي.

د دې لپاره ياد شرکت ريچا امين ته وويل، چې په خپل موبايل کې دې د (anydesk) په نوم اپليکېشن انسټال کړي، هلته دې د خپل کريډټ کارټ ټول معلومات ورکړي، نو هغې ته به د هغې ټولې پېسې بېرته ورکړل شي.

کله چې دغه ښځې په ياد اپليکېشن کې خپل کريډيټ کارټ ورکړ، نو يې له کارټ څخه ٣٥ زره هندي کلدارې نورې هم وويستل شوې.

ريچا امين چې په دې پوه شوه چې له هغې سره دوکه شوې ده او د انځورونو د پېسو تر څنګ يې ٣٥ زره روپۍ نورې هم له لاسه ووتلې، نو وروسته پوليسو ته لاړه او د دغه وېبپاڼې پر ضد يې عريضه وکړه.

دا هم ولولئ

آیا پوهېږئ چې د ګډ ژوند د کامیابۍ تر شا پټ راز څه وي؟

آیا پوهېږئ چې د ګډ ژوند د کامیابۍ تر شا پټ راز څه وي؟ د …