کورپاڼه / بېلا بېل / د ټېکنالوژۍ په مرسته د ٥٠٠ کاله پخوانۍ کوپړۍ څخه څېره جوړه شوه
کوپړۍ ١

د ټېکنالوژۍ په مرسته د ٥٠٠ کاله پخوانۍ کوپړۍ څخه څېره جوړه شوه

ساينسپوهانو د تهري ډي ټېکنالوژۍ په مرسته هغه ٥٠٠ کاله پخوانۍ انساني کوپړۍ ته څېره جوړه کړې ده، چې دوى په پولېنډ کې موندلې وه.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، لرغونپېژندونکو د يوې څېړنې پر مهال د پولېنډ په وليکو پلسکا سيمه کې په يوه هديره کې ٥٠٠ کاله پخوانۍ انساني کوپړۍ موندلې وه، چې دغه کوپړۍ ته يې د تهري ډي ټېکنالوژۍ په مرسته انساني څېره جوړه کړې ده.

کوپړۍ ٢

پوهان وايي، چې دوى ته دا واضحه نه ده چې دا سړى تاجر و او که نه کوم مزدور، خو دوى په دې يقيني دي چې په ١٦مه پېړۍ کې دا سړى همداسې ښکاره کېده، لکه اوس چې يې دوى د تهري ډي ټېکنالوژۍ په مرسته څېره جوړه کړې ده.

د لرغونپېژندنې پوهان وايي، چې دوى د څېړنې پر مهال ډېر نادر شيان وموندل، چې په همدغه څېړنه کې يې دا کوپړۍ هم موندلې وه، د دغه کس عمر له ٣٥ څخه تر ٤٤ کلونو پورې و.

کوپړۍ ٣

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې لرغونپېژندونکى مارکين کرزپکو وسکي وايي، چې زه په دې نه پوهېږم چې دا سړى څوک و، خو دا سړى د ډزونوو نومې د سيمې اوسېدونکى و.

هډوکي

لرغونپېژندونکي وايي، چې د څېړنې پر مهال دوى د ٢١ قبرونو څېړنه وکړه، چې پکې په يوه کوپړۍ کې دوى يوه سکه هم وموندله، د همدغه سيکې په مرسته بيا ساينسپوهانو دا معلومه کړه چې دا سړى په ١٧مه پېړۍ کې خښ شوى و.

دا هم ولولئ

آیا پوهېږئ چې د ګډ ژوند د کامیابۍ تر شا پټ راز څه وي؟

آیا پوهېږئ چې د ګډ ژوند د کامیابۍ تر شا پټ راز څه وي؟ د …