کورپاڼه / هنر او کلتور / انوشکا شرما د خپلو غاښونو د ښايسته، پاک او روغ ساتلو راز شريک کړ
انوشکا شرما

انوشکا شرما د خپلو غاښونو د ښايسته، پاک او روغ ساتلو راز شريک کړ

د هندي فلمونو مشهورې هنرمندې او فلم جوړونکې انوشکا شرما له خپلو مينه والو سره د خپلو غاښونو د ښايست او روغ ساتلو راز شريک کړ.

د کورونا نړيوالې وبا له امله په لګېدلي ګرځبندېز کې د فلمي نړۍ مشهورې څېرې هم له خپلو مينه والو سره نږدې شوې دي، په دې موده کې که يو لوري ته ځينو هنرمندانو له نورو سره په انلاين بڼه مرکې پيل کړې، نو نورو بيا د خپل ژوند د هرې ورځې کړنې او د ژوند تېرولو لارې چارې له خپلو مينه والو سره شريکې کړې.

د هندۍ هنرمندې انوشکا شرما د ښکلې مسکا سره خو به تاسې بلد يئ، خو کله چې هغه وخاندي نو يې ښايسته غاښونه دغه خندا ته لا ښکلا ورکړي.

انوشکا شرما په انسټاګرام اکاونټ کې له خپلو مينه والو سره په يو پېغام کې دا هم وويل چې هغه د خپلو غاښونو پام څنګه ساتي.


انوشکا شرما په خپل پېغام کې وليکل، چې هر سهار پرته له دې چې څه وخوري، په خوله کې تېل اچوي او د څو دقيقو لپاره يې په خوله کې ساتي، تر څو د غاښونو هرې برخې ته يې ورسېږي او غاښونه يې پاک شي، دا د غاښونو پاکولو ډېره پخوانۍ لاره ده چې (کاولا) يا (ګندوشا) هم ورته وايي.

هغې وليکل، چې په خولې کې تېل اچول او په ټوله خوله کې يې تاوولو سره يې غاښونه پاکېږي او روغ وي، دا چاره ځينې مېکروبونه هم له منځه وړي.

انوشکا شرما وايي، چې لکه نن سبا چې موږ ټول خپلې روغتيا ته ځانګړې پاملرنه کوو، تر څو مدافعتي سيسټم مو قوي وي، نو ما هم فکر وکړ چې دا لاره هم له خپلو مينه والو سره شريکه کړم.

نوموړې په اخره کې وليکل، چې په دې هيله چې دا لاره تاسې ته هم ګټوره تمامه شي.

د يادولو وړ ده چې په دې لاره له پېړيو راهيسې خلک غاښونه پاکوي، په دې لاره نه يوازې دا چې غاښونه تر ډېره روغ پاتې کېږي، بلکې د خولې بد بوي هم له منځه ځي، د دې لپاره بيا د کوپرې تېل ډېر ګټور دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سهانا خان

د شاه رخ خان لور: زه په خپل رنګ او ونه خوشحاله يم، د رنګ توپير بايد نور ختم شي

د هندي سينما د مخکښ هنرمند شاه رخ خان لور سهانا خان په ټولنيزو رسنيو …