کورپاڼه / هنر او کلتور / زايره وسيم: د نورو له تېروتنو مخکې خپلې کمۍ ولټوئ
زايره وسيم

زايره وسيم: د نورو له تېروتنو مخکې خپلې کمۍ ولټوئ

د هندي فلمونو پخوانۍ هنرمنده زايره وسيم وايي، چې په نورو کې د تېروتنو له لټولو مخکې د خپل ځان کمۍ ولټوئ.

زايره وسيم چې تېر کال يې هندي سينما د اسلام په خاطر پرېښوده، په ټويټر وېبپاڼه کې يو پېغام خپور کړى دى. هغې په ټويټر کې ليکلي دي، چې راځئ د نورو د تېروتنو په اړه د خبرو کولو مخکې خپلې کمۍ ولټوو.

زايره وسيم ليکلي دي، چې الله تعالى دې زموږ په ژبه يوازې د هغه د ذکر توفيق راکړي او موږ ته دې له بديو او شر څخه د ليرې پاتې کېدو توفيق راکړي.

هغې همدا راز زياته کړې ده، الله تعالى دې موږ ته د توبې په خاطر د هغه لوري ته د ورګرځېدو توفيق هم راکړي. امين

د يادولو ده چې تر دې مخکې زايره وسيم خپلو مينه والو ته ويلي و، چې د هغې ستاينې دې نه کوي، ځکه چې دا يې ايمان ته خطر پېښوي. هغې په ټويټر کې ليکلي و، چې ډېر خلک له ماسره مينه لري، خو زه دوى ټولو ته وايم چې ستاسې ستاينې ماته ګټه نه کوي او زما لپاره يوه لويه ازموينه ده، دا زما د ايمان لپاره هم ښه نه ده.

هغې همدا راز زياته کړې وه، چې زه له تاسې ټولو غوښتنه کوم چې زما ستاينې مه کوئ او له الله نه دعا کوم چې زما ټولې هغه تېروتنې وبخښي چې بې شمېره دي او زما ايمان دې لا ډېر مضبوط کړي.

د يادولو وړ ده چې زايره وسيم تېر کال د اسلام په خاطر له فلمي نړۍ سره مخه ښه وکړه، نوموړې په ٢٠١٥ کال کې د نوموتي هنرمند عامر خان په کامياب فلم (دنګل) کې په لومړي ځل کار کړى و او ډېر شهرت يې ترلاسه کړى و.

له هغه وروسته يې په ځينو نورو فلمونو کې هم کار وکړ، وروستى فلم يې بيا د پريانکا چوپړه سره د (سکاى از پينک) په نوم و. همدا راز د خپلو ټولنيزو اکاونټونو نه يې هم خپل ټول عکسونه او ويډيوګانې ډيليټ کړې.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …