کورپاڼه / بېلا بېل / په غلطۍ ورکړل شوي د جايزې ټکټ باندې سړي ٢ ميليونه ډالر وګټل
امريکا د لاټرۍ جايزه

په غلطۍ ورکړل شوي د جايزې ټکټ باندې سړي ٢ ميليونه ډالر وګټل

په امريکا کې يو سړي ته په غلطۍ د جايزې يا لاټرۍ يو ټکټ ورکړل شو، چې وروسته يې په دغه ټکټ ياد سړي ٢ ميليونه امريکايي ډالر جايزه وګټله.

د امريکا د مشيګن ايالت د ډيټرايټ په ليرې پرتې سيمې کې اوسېدونکي ٥٧ کلن سړي د يو پيټرولو پمپ ته موټر ودراوه، هغه غوښتل چې د خپل موټر په ټايرونو کې هوا واچوي. د هوا د ماشين والا کس سره ماتې نه وې، نو هغه نږدې پلورنځي ته لاړ.

هغه د پلورنځي والا نه د سکو او د ١٠ ډالرو د جايزې يا لاټرۍ د ټکټ غوښتنه هم وکړه، خو د پلورنځي والا ورته په تېروتنه کې د ٢٠ ډالرو ټکټ ورکړ.

دغه سړى وايي، کله چې د پلورنځي والا ته دا احساس وشو چې په تېروتنه يې راته غلط ټکټ راکړى دى، نو راته يې وړانديز وکړ چې ټکټ به ورته بېرته بدل کړي. هغه وايي، خو ما داسې فکر وکړ چې زه بايد همدا ټکټ واخلم او زه اوس ډېر زيات خوشحاله يم چې ما د خپل زړه ومنله او هماغه ټکټ مې واخيست، کوم چې راته هغه کس په تېروتنه کې راکړى و.

د مشيګن جايزې يا لاټرۍ ډېره ساده ده، په ټکټ باندې يوه شمېره ليکل شوې وي، دا ښکاره کول غواړي او په سمو شمېرو يې جايزه ګټل کېږي، د دغه سړي د ټکټ ١٥ شمېرې د جايزې له شمېرې سره سمې وې او د ٢ ميليونو امريکايي ډالرو جايزه يې وګټله.


هر هغه څوک چې دا جايزه يا لاټري وګټي، نو هغه ته وړانديز کېږي چې ټولې پېسې په قسطونو يا برخو کې غواړې او که نه يو څه پېسې پرېږدې او پاتې ټولې پېسې په يو ځاى اخلې. دغه کس هم د دې پر ځاى چې دوه ميليونه امريکايي ډالر په قسطونو کې ترلاسه کړي، ١ ميليون او ٣٠٠ زره امريکايي ډالر يې نغد واخيستل.

دغه جايزه ګټونکى سړى وايي، چې په دې پېسو به د ځان لپاره يو نوى کور واخلي او پاتې پېسې به د راتلونکې لپاره خوندي کړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د شربت ګلې انځور په ۷۰ زره ډالر وپلورل شو او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ

د پښتنې مېرمنې شربت ګلې یو انځو په نړیواله کچه ستر ریکارډ جوړ کړ او …