کورپاڼه / بېلا بېل / نن د ايموجي Emoji نړيواله ورځ ده
Emoji

نن د ايموجي Emoji نړيواله ورځ ده

د ايموجي نړيواله ورځ يا World Emoji Day په نړيواله کچه لمانځل کېږي، په دې ورځ دا ډيجيټل ايکن د دې لپاره له خلکو سره مرسته کوي چې په ښه توګه خپل احساس له نورو سره شريک کړي.

ځينې وخت انسان نه شي کولاى چې په لفظونو يا تورو کې هغه څه چې غواړي خلکو ته يې ښکاره کړي نو د دې لپاره ايموجي يوه غوره لاره ده، همدا راز ځينې کسان بيا ډېر سست وي او ټايپنګ ته يې وسه نه کېږي، نو د هغوى لپاره د خپلو احساساتو خپرول په ايموجي ډېر اسانه دي.


دا خبرې اوس پخوانۍ شوې دي چې خلکو به خپله غصه په ټکو يا تورو کې ښکاره کوله، اوس د خپلو احساساتو د ښکاره کولو لپاره د مينې، خوشحالۍ، بريا، درد، خندا، شاک، بېخوندۍ او نور ډېر څه په اړه ايموجي شته. ايموجي ځانګړي او لږ هم نه دي، هره ورځ پکې نوي نوي راځي، په دې کې همدا راز ځناور، کارونه، مخونه او نور ډېر څه شته چې تاسې پرې په اسانۍ سره خپل احساس نورو ته وړاندې کولاى شئ.

يو ايموجي د يوې روغې جملې کار کوي، که تاسې يوه اوږده جمله ليکئ، نو د يو ايموجي په مرسته کولاى شئ چې هغه ټول احساس خلکو ته ښکاره کړئ.


په نړيواله کچه د دې ايموجيانو معناوې منل شوې دي، ځکه که په هره ژبه کې تاسې ليکل کوئ او ورسره ايموجي ورکوئ، نو دا ايموجي خپله معنا نه بدلوي.

د ژبپوهنې يو پروفېسر جوهانه نيکولس وايي، چې که څه هم ايموجي په رسمي ژبه کې ځاى نه لري، خو دا ايموجي د انټرنېټ په برخه کې د خپلو احساساتو د اظهار لپاره تر ټولو بهترينه لار ده.

تاسې راته په تبصره کې وليکئ، چې هغه کوم ايموجي دى چې ستاسې ډېر خوښېږي؟ او کوم ايموجي دى چې تاسې يې په ټولنيزو رسنيو کې ډېر زيات کاروئ.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شاهین آسمایي لوبډلې د افغانستان فوټبال غوره لیګ اتلولي په خپل نوم کړه

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي د پنځم ځل لپاره د شاهین اسمایي …