کورپاڼه / هنر او کلتور / اميتاب بچن: دا ٦ کسان به تل خپه وي
اميتاب بچن

اميتاب بچن: دا ٦ کسان به تل خپه وي

د هندي سينما نوموتى هنرمند اميتاب بچن چې کورونا ويروس نيولى او اوس په روغتون کې بستر دى، په خپل يو ټويټ کې د داسې شپږ کسانو په اړه ليکلي دي چې وايي دوى به ټول عمر خپه وي.

په ټويټر کې نوموړي له خپلو مينه والو سره د هغه شپږ کسانو په اړه معلومات شريک کړي دي، چې د هغه په وېنا دا کسان به په خپل ټول ژوند کې د غمونو او دردونو ښکار وي.

اميتاب بچن په ټويټر کې ليکلي: ((هغه خلک چې له نورو سره کينه ساتي، بريالي کسان نه خوښوي او له بريا يې سوځي، هغه خلک چې په هېڅ شي نه مطمين کېږي، هغه کسان چې په نورو کسانو هېڅ په هېڅ غوسه کېږي او هغه کسان چې تل ګيلې کوي، دا شپږ کسان به هېڅ کله هم خوشحاله نه شي.))

نوموړي همدا راز زياته کړې ده، چې دا شپږ کسان تل خپه او پرېشانه وي، ځکه چې دوى له نورو سره کينه ساتي او د هغوى په خوشحالۍ باندې خپه وي.

اميتاب بچن خپلو مينه والو ته ليکي: ((زه ځکه تاسې ته مشوره درکوم، چې له داسې خلکو نه ځان وساتئ.)) د نوموړي دا ټويټ په څو ساعتونو کې په زرګونو خلکو خوښ کړى دى.

د يادولو وړ ده چې اميتاب بچن څو ورځې وړاندې په خپل ټويټر باندې ليکلي و، چې د کورونا ټېسټ يې مثبت راغلى دى او اوس په روغتون کې بستر دى.

د هغه روغتون مشر، چې اميتاب بچن پکې بستر دى، رسنيو ته وويل، چې نوموړى تر ځانګړې پاملرنې لاندې دى او حالت يې د اندېښنې وړ نه دى.

همدا راز له هغه وروسته د اميتاب بچن زوى ابيشيک بچن، د هغه نږور ايشوريه راى بچن او همدا راز لمسۍ يې اراديا بچن هم کورونا ونيول، چې ابيشيک بچن په روغتون او ايشوريه راى بچن او اراديا بچن بيا په خپل کور کې کرنټين دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سهانا خان

د شاه رخ خان لور: زه په خپل رنګ او ونه خوشحاله يم، د رنګ توپير بايد نور ختم شي

د هندي سينما د مخکښ هنرمند شاه رخ خان لور سهانا خان په ټولنيزو رسنيو …