کورپاڼه / بېلا بېل / په کلي کې د تشنابونو نه شتون، ٢٠ ناويانو د خپلو خاوندانو کورونه پرېښودل
هندۍ ښځې

په کلي کې د تشنابونو نه شتون، ٢٠ ناويانو د خپلو خاوندانو کورونه پرېښودل

په هند کې هغه کلى چې تشنابونه نه لري، ٢٠ ناويانو پکې د خپلې خسرګنۍ کورونه پرېښودل او بېرته د خپل پلار کور ته لاړې، دوى وايي چې تر څو يې په کورونو کې تشنابونه نه وي جوړ شوي، دوى بېرته د خپلو خاوندانو کورونو ته نه ځي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، په هند کې د تشنابونو نه شتون د خلکو لپاره يو لوى سردردى دى، چې له امله يې ښځې ليرې پټو ته د حاجت پوره کولو لپاره ځي.

په ٢٠١٨ کال کې د هند حکومت يوه پروژه پيل کړې وه، چې غوښتل يې د هند په هغه ټولو کلو کې به په کورونو کې تشنابونه جوړوي، چې تشنابونه نه لري.

که څه هم ويل کېږي چې دغه پروژه په بريالۍ توګه ترسره شوې ده، خو تازه رسنۍ وايي، چې د اترپردېش ايالت په کشن نګر ولسوالۍ کې د يو شمېر کليو په کورونو کې اوس هم تشنابونه نشته.

هندۍ ښځې ١

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د ځنګل جګدېش پور په نوم کلى هم په دغه پروژه کې شامل و، چې بايد په ټولو کورونو کې يې تشنابونه جوړ شوي واى، خو په دغه کلي کې تشنابونه نشته دي.

راپورونه ليکي، د ياد کلي شاوخوا ٢٠ ښځو، چې پکې ځينې تازه تازه هم واده شوې وې، د خپلو خاوندانو کورونه له دې امله پرېښي دي، چې تر څو يې تشنابونه نه وي جوړ کړي، دوى به د پلار په کور کې وي.

د تشنابونو د جوړولو په برخه کې يوازې د کشن نګر په ولسوالۍ کې بايد ٤.٤ ميليونه تشنابونه جوړ شوي واى، خو هندي رسنۍ وايي، چې اوس هم په زرګونو کورونه داسې شته دي چې تشنابونه نه لري.

د ځنګل جګدېش پور کلي دغه ښځې وايي، چې دوى له سختو ستونزو سره مخ دي، ځکه د حاجت پوره کولو لپاره بايد ډېرې ليرې لاړې شي، چې دا کار هر وخت نه شي کېداى.

هند تشناب

دوى رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې د کلي دواړو خواو ته اوبه بهېږي او دوى چې هر ځل د حاجت رفع کولو لپاره ځي، نو بايد له دغه اوبو څخه تېرې شي. دوى وايي، دا شونې نه ده چې دوى د خپل ورځني حاجت پوره کولو لپاره دومره ليرې لاړې شي.

د يادولو وړ ده چې په هند کې په همدې موضوع باندې د (ټوايلټ) په نوم يو فلم هم جوړ شوى و، چې په دغه فلم کې اکشى کمار او بومي پاډنيکر کار کړى و. دا فلم د عامه پوهاوي په توګه جوړ شوى و، تر څو د هند خلکو ته دا پېغام ورکړي، چې خپلې ښځې پټو ته ونه لېږي، بلکې په کورونو کې دې ورته تشنابونه جوړ کړي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د هند په زرګونو کليو کې اوس هم داسې خلک شته دي، چې هغوى په کور کې تشناب جوړول بد کار ګڼي او وايي چې د تشناب جوړولو سره کور پاک نه پاتې کېږي.

هندۍ نجلۍ

دغه هنديان وايي، چې په کوم کور کې بهګوان (مجسمه) وي، نو په هغه کور کې بايد تشناب جوړ نه شي او نر او ښځې دې يې د حاجت پوره کولو لپاره ليرې پټيو ته لاړې شي.

څه وخت مخکې په راپورونو کې دا هم ويل شوي و، چې ٧٣٢ ميليونه هنديان په کورونو کې تشنابونه نه لري او د حاجت رفع کولو لپاره پټيو، د اورګاډو پټليو او يا هم نورو ځايونو ته ځي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …