کورپاڼه / بېلا بېل / د ټرمپ د خورزې ليکلى کتاب په يوه ورځ کې تر ١ ميليون زيات پلورل شوى
د ټرمپ په اړه کتاب

د ټرمپ د خورزې ليکلى کتاب په يوه ورځ کې تر ١ ميليون زيات پلورل شوى

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خورزې مېري ټرمپ په ياداښتونو ليکل شوى کتاب په لومړۍ ورځ تر ١ ميليون زياتو کسانو اخيستى دى.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د مېري ټرمپ کتاب په لومړۍ ورځ تر يو ميليون زيات پلورل شوى دى، چې خپرندويې ټولنې د نورو کتابونو د چاپولو تابيا نيولې ده، تر څو خلکو ته په وخت دا کتاب ورسېږي.

همدا راز د مېري ټرمپ ليکل شوى دا کتاب په کاناډا او اسټراليا کې هم په انلاين وېبپاڼه امازون کې په لومړي کتار کې هغه کتابونو کې راغلى دى، چې خلکو ډېر اخيستى دى.

بل لوري ته سپينې ماڼۍ بيا د مېري ټرمپ دا کتاب درواغ ګڼلى دى او وايي چې هر څه پکې له ځانه ليکل شوي دي او په دې کتاب کې ډېر څه حقيقت نه لري.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خورزې مېري ټرمپ د خپلو ياداښتونو په دې کتاب کې ادعا کړې ده، چې ولسمشر ټرمپ يو ځان خوښى سړى دى، چې له هغه نه هر امريکايي ته خطره ده.

په دې کتاب کې مېري ټرمپ د ډونالډ ټرمپ د پلار په اړه هم ليکل کړکي دي او ويلي يې دي چې هغه ډېره بده رويه درلودله او همدا راز ماشومان هم ترې بدې خاطرې لري.

د مېري ټرمپ د دې کتاب نوم (Too Much and Never Enough: How My Family Created the World’s Most Dangerous Man) دى او دا کتاب د جولاى په ١٤مه نېټه خپور شوى دى.

د دې کتاب چاپ کوونکي وايي چې د مېري ټرمپ کتاب په يوه ورځ کې د زيات پلور ريکارډ هم جوړ کړى دى، دا کتاب نه يوازې دا چې په لومړۍ ورځ په هارډ بڼه ډېرو خلکو اخيستى دى، بلکې په انلاين بڼه هم دا کتاب له امازون څخه ډېرو خلکو اخيستى دى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنګاپور الوتکه

د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز؛ پوهېږئ څو ساعته دى؟

د سنګاپور څخه امريکا ته د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز پيلېږي، چې په نومبر …