کورپاڼه / جالب / ٢٤ فوټه اوږده ويښتان لرونکى سړى ځان دېوتا ګڼي، هغه په ژوند کې کله ويښتان نه دي جوړ کړي
اوږده ويښتان ١

٢٤ فوټه اوږده ويښتان لرونکى سړى ځان دېوتا ګڼي، هغه په ژوند کې کله ويښتان نه دي جوړ کړي

د کورونا له امله په لګېدلي ګرځبندېز کې د نورو چارو تر څنګ نايان هم بند شوي دي، نو له دې امله ډېر خلک داسې دي چې ويښتان يې اوږده شوي دي، خو نن درسره د يوه داسې کس په اړه هم معلومات شريکوو، چې هغه په خپل ټول ژوند کې هم کله ويښتان نه دي جوړ کړي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د هند په کرناټکه ايالت کې يو ٩٥ کلن سړى ژوند کوي او هغه ادعا لري چې په خپل ټول ژوند کې يې يو ځل هم خپل ويښتان نه دي جوړ کړي.

د دغه ٩٥ کلن سړي ويښتان اوس ٢٤ فوټه اوږده شوي دي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې دغه ٩٥ کلن سړى دودا پلياه نومېږي او خپل ٢٤ فوټه اوږده ويښتان يې په خپل سر کې داسې راغونډ کړى وي، لکه يو لوى پنډ چې يې په سر وي، هغه د يوې ټوټې په مرسته دا ويښتان تړي، تر څو په سر يې پراته وي او ويښتان يې ډېر جاخه شوي هم دي.

اوږده ويښتان ٢

په راپورونو کې ليکل شوي دي، چې دغه ٩٥ کلن هندى خپل ځان يو دېوتا ګڼي او همدا لامل دى چې خپل وېښتان نه جوړوي، هغه وايي که چېرته ويښتان واړه کړي، نو ښايي هغه حېثيت له لاسه ورکړي چې اوس يې په ټولنه کې لري.

دودا پلياه له رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې د هغه دا اوږده ويښتان د خداى له لوري د هغه لپاره يوه ستره ډالۍ او رحمت دى او هغه له همدې امله د خپلو ويښتانو د کوچني کولو پر ځاى په يوه لويه ټوټه هغه په خپل سر تړي او ډېر پام يې ساتي.

د يادولو وړ ده چې په هند کې داسې ډېر جالب خلک ژوند کوي، چې په يوه نه يوه لاره يې د ځان لپاره شهرت پېدا کړى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

ماسک پراټه

ماسک او که پراټه؟ دا ويډيو تاسې هم وګورئ

په هند کې له طلا او الماسو وروسته داسې پراټې پخېږي، چې بېخي د کورونا …