کورپاڼه / هنر او کلتور / مشهوره هندۍ هنرمنده سشميتا سين ولې ډېر وخت له فلمونو ليرې وه؟
سشميتا سين

مشهوره هندۍ هنرمنده سشميتا سين ولې ډېر وخت له فلمونو ليرې وه؟

د هندي فلمونو مشهوره هنرمنده او پخوانۍ د ښکلا ملکه سشميتا سين له تېرو ٢٤ کلونو راهيسې په هندي سينما کې ده، هغه يوه ښکلې او زيارکښه هنرمنده ده، خو بيا هم له ډېر وخت راهيسې له فلمونو څخه ليرې ده.

سشميتا سين په دې تېرو ٢٤ کلونو کې کامياب او ناکام دواړو فلمونو کې کار کړى دى، خو څه لامل دى چې هغه د خپل وخت د نورو ښځينه هنرمندانو په څېر پاتې نه شوه او ډېر وخت له فلمونو ليرې وه.

سشميتا سين ١

تازه سشميتا سين له (هندوستان ټايمز) ورځپاڼې سره په خپله يوه مرکه کې وويل، چې هغې ته به په فلمونو کې کوم ډول کردارونه ورکول کېده، نو يا خو به ښه کردارونه نه و او يا به ورته دا وړاندېزونه د احسان په ډول ورکول کېده، چې هغې هېڅ کله هم قبول نه کړل.

سشميتا سين دا هم وويل، چې ټولنيزو رسنيو کې ستاسې رښتينې څېره يا شخصيت نه شي پټېداى، په اصل کې چې څه شى يې، که هر څومره مارکيټنګ وکړې، خو چې څنګه يې، هماغه به ښکاره کېږې.

سشميتا سين او شاه رخ خان

سشميتا سين په خپله مرکه کې وويل، چې په هندي سينما کې د خلکو انا (Ego) د دوى تر ټولو لويه ستونزه ده. که تا چېرته په کوم فلم کې د داسې کردار له کولو انکرا وکړ، چې هغه تاته ښه نه ښکاره کېده، نو په فلمي نړۍ کې ستا په اړه دا خبرې کېږي، چې دا خو کار کول نه غواړي.

د يادولو وړ ده چې سشميتا سين په ١٩٩٤ کال کې، هغه مهال چې ١٨ کلنه وه د ښکلا د ملکې جايزه ګټلې وه. له هغه وروسته نوموړې فلمونو ته راغله، ايشوريه راى او پريانکا چوپړه هم هغه هنرمندې دي چې د ښکلا ملکې جايزې ګټلو وروسته هندي سينما ته راغله او ډېرې بريالۍ شوې.

پريانکا چوپړه، سشميتا سين او ايشوريه راى

ياده دې وي چې ډېر وخت وروسته په دې وروستيو کې د سشميتا سين يو وېب سريال د (اريا) په نوم په انلاين بڼه خپور شو. دا سريال چې ٩ برخې يې خپرې شوې دي، نه يوازې د هغې مينه والو ډېر خوښ کړى دى، بلکې په هندي سينما کې هم د سمشيتا سين دا وېب سريال ډېر ستايلى دى.

دا هم ولولئ

دغه رسامي په (۱۰۳) میلونو ډالرو سره پلورل شوی

رسامي د نړۍ په کچه د میلونونو په شمېر مینوال لري، خو له امریکا څخه …