کورپاڼه / کرکټ / د بين سټوکس او ډام سبلي زبردسته توپوهنه، انګلستان ٤٦٩ منډې وکړې
بين سټوکس

د بين سټوکس او ډام سبلي زبردسته توپوهنه، انګلستان ٤٦٩ منډې وکړې

د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ په دويمه ټېسټ لوبه کې لوبډلمشر بين سټوکس او ډام سبلي زبردسته توپوهنه وکړه، دواړو سليزې ووهلې او انګلستان ٤٦٩ منډې ترلاسه کړې.

د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ دويمه ټېسټ لوبه پرون په مانچسټر کې پيل شوه. په پيل کې د لوبې پچه ويسټ انډيز وګټله او لومړى يې انګلستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

که څه هم انګلستان خپله اول او دويمه ويکټ په ٢٩ منډو او دريمه په ٨١ منډو له لاسه ورکړه، خو د څلورمې ويکټې لپاره ډام سبلي او بين سټوکس په زړه پورې او زبردسته ملګرتيا وکړه او د انګلستان منډې يې ٣٤١ ته ورسولې، انګلستان خپله څلورمه ويکټ په ٣٤١ منډو له لاسه ورکړه.

د لوبې په دويمه ورځ انګلستان د ٩ لوبغاړو په سوځېدو سره ٤٦٩ منډې وکړې او خپله پاڼۍ يې ډيکلېر يا پاى ته ورسوله.

د انګلستان لپاره لوبډلمشر بين سټوکس ١٧٦، ډام سبلي ١٢٠ او جاس بټلر ٤٠ منډې وکړې.

د ويسټ انډيز له لوري بيا روسټون چيس ٥ لوبغاړي وسوځول، همدا راز کيمار روچ ٢، الزاري جوسيپ او جېسن هولډر ١-١ ويکټ واخيسته.

تر لنډې دمې وروسته ويسټ انډيز له لوري کرېګ برېتويټ او جان کمبيل توپوهنې ته راووتل، چې نن د ورځې تر پاى پورې به توپوهنه ترسره کړي.

د يادولو وړ ده چې د کورونا له امله شاوخوا څلور مياشتې وروسته د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ په لومړي ځل د درې ټېسټ لوبو لوبلړۍ پيل شوه.

د دې لوبلړۍ لومړۍ ټېسټ لوبه د انګلستان په ساوتهمپټن کې د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ويسټ انډيز په پنځمه ورځ په ډېرې اسانۍ سره د ٤ ويکټو په توپير بريا ترلاسه کړه.

په دغه لوبه کې انګلستان ٢٠٤ او ٣١٣ منډې کړې وې، چې ويسټ انډيز بيا ٣١٨ او ٢٠٠ منډې وکړې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …