کورپاڼه / هنر او کلتور / د هندي فلمونو مشهوره هنرمنده ايشوريه راى د کورونا له امله په روغتون کې بستر شوه
ايشوريه راى بچن ١

د هندي فلمونو مشهوره هنرمنده ايشوريه راى د کورونا له امله په روغتون کې بستر شوه

د هندي فلمونو مشهوره او ښايستوکې هنرمنده ايشوريه راى بچن او د هغې لور د کورونا ويروس له امله د ممبۍ په يوه روغتون کې بستر شوې دي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، ايشوريه راى بچن او د هغې لور اراديا بچن د جولاى په ١٢مه نېټه د کورونا ټېسټونه کړي و، چې د دواړو ټېسټونو مثبت راغلي و.

له دې يوه ورځ مخکې بيا د ايشوريه راى خسر او خاوند، نوموتو هنرمندانو اميتاب بچن او ابيشيک بچن؛ هم د کورونا ټېسټونه کړي و چې د دواړو ټېسټونه مثبت راوتلي و او له هغه وروسته په روغتون کې بستر شوي و.

ايشوريه راى بچن او اراديا بچن

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې ايشوريه راى بچن او د هغې لور دواړه په خپل کور کې کرنټين وي، خو نن دواړه د ممبۍ په هغه روغتون کې بستر شوې دي، چې د هغې خسر او خاوند پکې بستر دي.

د هندي فلمونو مشهور هنرمند اميتاب بچن بيا وخت په وخت په ټويټر او خپل بلاګ کې خپلو مينه والو ته د خپلې روغتيا په اړه معلومات ورکوي. هغه وايي چې دى او زوى (ابيشيک بچن) دواړو حالت ښه دى او ژر د روغتيا پر لوري روان دي.

د دغه کورنۍ څلور غړي کورونا نيولي دي، همدا راز د اميتاب بچن مېرمن جيا بچن بيا د کورونا ټېسټ منفي راغلى و.

ايشوريه راى

د يادولو وړ ده چې ايشوريه راى بچن پخوا د ښکلا ملکه هم تېره شوې ده، هغه د هندي فلمونو د لومړي کتار له هنرمندانو څخه شمېرل کېږي، چې په بې شمېره کاميابو فلمونو کې يې کار کړى دى.

د هغې په مشهورو فلمونو کې دېوداس، جودا اکبر، عمراو جان، دهوم ٢، روبوټ، اې دل هى مشکل، محبتين، سربجيت، هم کسي سى کم نهين، جوش، جذبه، هم دل دى چکى صنم او نور شامل دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سهانا خان

د شاه رخ خان لور: زه په خپل رنګ او ونه خوشحاله يم، د رنګ توپير بايد نور ختم شي

د هندي سينما د مخکښ هنرمند شاه رخ خان لور سهانا خان په ټولنيزو رسنيو …