کورپاڼه / کرکټ / د هند کرکټ بورډ له لوى تاوان سره مخ شو، دې ټيم ته به ٤٨ ميليارده روپۍ ورکوي
دکن چارجرز او بي سي سي اى

د هند کرکټ بورډ له لوى تاوان سره مخ شو، دې ټيم ته به ٤٨ ميليارده روپۍ ورکوي

د هند کرکټ بورډ له لوى تاوان سره مخ شو، د اى پي ايل هغه لوبډله چې له اى پي ايل څخه يې ويستې وه، محکمې يې په حق کې پرېکړه وکړه او د هند کرکټ بورډ ته يې وويل، چې د جريمې په توګه بايد دغه لوبډلې ته ٤٨٠٠ کروړه يا ٤٨ ميليارده هندي کلدارې ورکړي.

د حېدر اباد دکن چارجرز لوبډله چې د اى پي ايل په لومړنيو څو پړاوونو کې يې برخه درلوده او په ٢٠٠٩ کال کې يې د اى پي ايل اتلولي هم په خپل نوم کړه، د هند کرکټ بورډ له اى پي ايل څخه وويسته او د دغه لوبډلې پر ځاى يې حېدراباد سنرايزرز لوبډله واخيسته.

د هند کرکټ بورډ له دې پرېکړې وروسته د حېدراباد دکن چارجرز لوبډلې مسوولين محکمې ته لاړل، د هند کرکټ بورډ او يادې لوبډلې ترمنځ له ٢٠١٢ کال راهيسې په محکمه کې دا دوسيه روانه وه.

تازه د هند محکمې د حېدر اباد دکن چارجرز لوبډلې په ګټه پرېکړه وکړه او د هند کرکټ بورډ ته يې وويل، چې د جريمې په توګه بايد يادې لوبډلې ته ٤٨٠٠ کروړه يا ٤٨ ميليارده هندي کلدارې ورکړي.

محکمې د هند کرکټ بورډ ته ويلي دي، چې دا پېسې بايد د ٢٠٢٠ کال د سپتمبر تر مياشتې پورې دوى ته حواله کړي.

بل لوري ته د هند کرکټ بورډ ځينو سرچينو ويلي دي، چې دوى د يادې جريمې لپاره محکمې ته د تللو پرېکړه کوي او په دې اړه د بورډ غړو ناسته هم کړې ده او بحث يې پرې ترسره کړى دى.

د يادولو وړ ده چې د حېدر اباد دکن چارجرز د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل په ٨ لوبډلو کې شامله وه، چې د اى پي ايل دويم پړاو اتلولي يې هم په خپل نوم کړې وه.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …