کورپاڼه / بېلا بېل / لوڅ فلمونه کتل ډېرې خطرناکې پايلې لري، ساينسپوهانو خلک خبرداره کړل
د لوڅو فلمونو کتل

لوڅ فلمونه کتل ډېرې خطرناکې پايلې لري، ساينسپوهانو خلک خبرداره کړل

د لوڅو فلمونو کتل يو انسان ته په اخلاقي، ذهني او بدني کچه دومره ستر تاوانونه رسوي، چې تاسې فکر هم نه شئ کولى، په هره کچه دا ستاسې ژوند ته خطر رسوي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، په يوه نوې څېړنه کې هغه خلکو ته سخت خبردارى ورکړل شوى دى، چې ډېرى مهال دوى لوڅ فلمونه ګوري.

د مېل انلاين د راپور په وېنا، د ډنمارک او بيلجيم ساينسپوهانو په ګډه يوه څېړنه ترسره کړې ده، د دغه څېړنې په پايله کې ويل شوي دي چې هغه کسان چې لوڅ فلمونه ګوري او دا يې بېخي عادت ګرځېدلى وي، په دې کې يوه برخه کسان دې حالت ته رسېږي، چې تناسلي اله يې سم کار نه کوي.

په راپور کې ويل شوي دي، داسې کسان چې بيا کله د کوروالۍ اړيکې نيسي، نو تناسلي اله يې سم کار نه کوي او هغه دې ته مجبورېږي چې د دې لپاره يو ځل بيا لوڅو فلمونو ته مخه کړي، ځکه له دې پرته يې هېڅ کار نه کېږي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې ساينسپوهانو د ١٦ کلونو له عمره پورته د ٣ زره او ٢٦٧ کسانو څخه بېلا بېلې پوښتنې وکړې. ډېرو خلکو دا ومنله چې په اونۍ کې شاوخوا ٧٠ دقيقې لوڅ فلمونه ګوري، همدا راز په خپله بيا له ٥ څخه تر ١٥ دقيقو پورې د کوروالۍ اړيکې ساتلى شي.

د دغه څېړنډلې مشر پروفېسر ګنټر ډي ون په خپلو خبرو کې وويل، چې زموږ په دې څېړنه کې معلومه شوه چې د لوڅو فلمونو کتل او د کوروالۍ د اړيکې وخت سره ډېر نږدې تعلق ساتي. کوم خلک چې ډېر فلمونه ګوري، د هغوى د کوروالۍ اړيکو وخت هماغه هومره راکمېږي.

د يادولو وړ ده چې د انټرنېټ په اوسني وخت کې بيا تر ډېره پورې ځوانان په دې غېر اخلاقي کړنو سر کېږي، چې وروسته يې پرته له تاوان هېڅ په لاس نه ورځي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

دويم واده

د دويم واده لپاره د استثنا پرته د پور ورکولو اعلان

په عراق کې يو بانک اعلان کړى دى، چې هغه کسان چې دويم واده کوي، …