کورپاڼه / کرکټ / محمد شهزاد په نڅا کې هم له نورو لوبغاړو مخکې دى
محمد شهزاد

محمد شهزاد په نڅا کې هم له نورو لوبغاړو مخکې دى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز توپوهونکى او ويکټ ساتونکى محمد شهزاد په نڅا کې هم د ملي لوبډلې له نورو لوبغاړو مخکې دى.

تازه د محمد شهزاد يوه ويډيو خپره شوې ده، چې هغه پکې ډېره مسته نڅا کوي. داسې ښکاري چې دا ويډيو ښايي د کوم واده وي، د محمد شهزاد تر څنګ په دې ويډيو کې نور ملي لوبغاړي هم ښکاري.

دا ويډيو د ازادي راډيو خبريال فريد الله سعادت په خپله فېسبوکپاڼه کې خپره کړې ده، خو دا يې نه دي ليکلي چې دا ويډيو د کوم وخت ده او دا څه پروګرام دى چې محمد شهزاد پکې نڅېږي.

نوموړي له دې ويډيو سره ليکلي دي، چې محمد شهزاد د کرکټ تر څنګ په نڅا کې هم مخکښ دى.

د يادولو وړ ده چې محمد شهزاد همدا راز د ويډيوګانو جوړولو په برخه کې هم له نورو ملي لوبغاړو ډېر مخکښ دى، مخکې نوموړي په ډبسمېش اپليکېشن کې د اداکارۍ ويډيوګانې جوړولې، چې ډېرې مشهورېدې.

همدا راز محمد شهزاد بيا د ملي لوبډلې تر ټولو زيات ټوکي هم دى او د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړو دا خبره په خپلو مرکه کې کړې ده، چې د سفرونو پر مهال تر ټولو زياتې ټوکې محمد شهزاد کوي.

د يادولو وړ ده چې محمد شهزاد له يو کلن بندېز وروسته د ملي لوبډلې سره يو ځاى شوى دى، چې په کابل کې يې په دې وروستيو کې د ملي لوبډلې په يو مياشتيني تمريناتي کمپ کې هم ګډون وکړ.

٣٣ کلن محمد شهزاد د افغانستان لپاره په ٢ ټېسټ، ٨٤ نړيوالو يو ورځنيو او ٦٥ نړيوالو شل اوريزو ګډون کړى دى. نوموړي په ١٥١ نړيوالو لوبو کې ٤٧٣٢ منډې ترلاسه کړې دي او همدا راز ٩٠ کېچونه يې نيولي دي او ٥٣ لوبغاړي يې بيا سټمپ اوټ کړي دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …