کورپاڼه / کرکټ / ملي ټلويزيون د شپږيزې کرکټ ليګ د خپرولو حقوق واخيستل
شپږيزه کرکټ ليګ

ملي ټلويزيون د شپږيزې کرکټ ليګ د خپرولو حقوق واخيستل

ملي راډيو ټلويزيون د راتلونکې شپږيزې کرکټ ليګ د خپرولو حقوق واخيستل، چې دا سيالۍ به په ملي سپورټ ټلويزيون باندې خپرې شي.

د افغانستان کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د کرکټ بورډ او ملي راډيو ټلويزيون ترمنځ د شپږيزې کرکټ ليګ سياليو د خپرولو قرارداد لاسليک شو، چې پر بنسټ به يې ملي راډيو ټلويزيون د روان کال د سپتمبر له ١٣مې تر ٢٥مې نېټې پورې د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو ټولې سيالۍ په ژوندۍ بڼه خپرې کړي.

دا قرارداد د افغانستان کرکټ بورډ د اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي او د ملي راډيو ټلويزيون له لوري د همت الله نيازمند ترمنځ لاسليک شو.

لطف الله ستانکزى

لطف الله ستانکزي د دغه قرارداد د لاسليک پر مهال وويل: ((ډېر خوشحاله يم چې نن يو ځل بيا د دوه ملي ادارو ترمنځ د شپږيزې کرکټ ليګ سياليو د خپرولو په موخه قرارداد لاسليک کېږي، زموږ لومړيتوب هم هېوادوالو ته په ښه توګه د لوبو خپرول دي، تر څو د شپږيزې له لوبو ډېر خوند واخلي.))

همت الله نيازمند بيا وويل: ((د خوښۍ ځاى دى چې له افغانستان کرکټ بورډ سره د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو سياليو خپرولو په موخه قرارداد لاسليک کوو. ملي راډيو ټلويزيون ډېره هڅه کوي، چې تر څو ټولې سيالۍ په ډېره ښه توګه خپرې کړي او د تېر کال په پرتله پکې لا ډېر غوره بدلونونه رامنځته کړي او ټول هغه معيارونه بشپړ کړو چې هېوادوال يې راڅخه توقع او هيله لري.))

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې سږکال به د شپږيزې کرکټ ليګ اووم پړاو د سپتمر په ١٣مه نېټه پيل شي او د همدې مياشتې تر ٢٥مې نېټې پورې به دوام وکړي.

شپږيزه کرکټ ليګ ١

د يادولو ده چې تر دې مخکې کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې ويلي و، چې شپږيزه ليګ به سږکال په اګست مياشت کې ترسره کړي، خو اوس يې سپتمبر مياشتې ته وځنډوله.

تېر کال هم د شپږيزې کرکټ ليګ سيالۍ ملي ټلويزيون خپرې کړې وې، که څه هم دغه سيالۍ د ملي ټلويزيون له لوري په ښه ډول ترسره شوې وې او خلکو يې ستاينه هم کړې وه، خو ډېرى خلکو بيا د ملي ټلويزيون په وياندويانو نيوکې کولې او ويل يې، چې وياندويان يې له کرکټ سره نابلده دي.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …