کورپاڼه / هنر او کلتور / وين ډيزل: دپيکا پاډوکون د ټولې نړۍ ملکه ده
وين ډيزل او دپيکا پاډوکون

وين ډيزل: دپيکا پاډوکون د ټولې نړۍ ملکه ده

د هالي ووډ فلمونو نوموتي هنرمند وين ډيزل د هندي فلمونو هنرمنده دپيکا پاډوکون د ټولې نړۍ ملکه وګرځوله، هغه وايي دپيکا د هند ده، خو هغه د ټولې نړۍ ملکه ده.

دپيکا پاډوکون په هالي ووډ کې په لومړي ځل د امريکايي هنرمند، ډايريکټر او فلم جوړونکي وين ډيزل سره په ٢٠١٨ کال کې په يو فلم کې کار وکړ، چې له هماغه ځايه د دواړو ملګرتيا هم پيل شوه.

وين ډيزل د خپل ځان او دپيکا پاډوکون په اړه په يوه مرکه کې وويل، چې دپيکا پاډوکون د هالي ووډ فلم (فاسټ اېنډ فيورس) د کيسې کتلو لپاره امريکا ته راغلې وه، کله چې ما له هغې سره وليدل نو پوه شوم چې هغه يو ځانګړى شخصيت لري او موږ چې کله يو څه ګډ وخت تېر کړ، نو زه پوه شوم چې موږ دواړه به په يو ګډ فلم کې خلک ډېر خوښ کړي.

وين ډيزل وايي: ((په کومو ورځو کې چې موږ د دپيکا صحنې ريکارډ کولې، نو هغه په يو بل فلم کې بوخته وه، خو موږ ورته بيا هم صبر وکړ.)) دپيکا د فاسټ اېنډ فيورس په (ريټرن اف زينډرکيج) فلم کې کار کړى و.

وين ډيزل همدا راز زياته کړه، چې دپيکا راته وويل چې زه دا فلم کوم خو د دې فلم لپاره بايد ته هند ته راشې. وين ډيزل وايي، زه ډېر شکر کوم چې له هغې سره مې دا خبره ومنله.

په دغه مرکه کې وين ډيزل دا هم وويل، چې دپيکا پاډوکون د ټولې نړۍ ملکه ده، هغه زما په ژوند کې مهم ځاى لري، دپيکا د يو ښايسته روح خاونده ده، د دپيکا په څېر بل څوک نشته، هغه که څه هم د هند اوسېدونکې ده، خو د ټولې نړۍ ملکه ده.

نوموړي همدا راز وويل، چې د دپيکا پاډوکون هندي فلم (باجي راو مستاني) يې کتلى دى او په دې فلم کې هغه ډېره ښايسته ښکاري.

د يادولو ده چې نن د وين ډيزل ٥٣مه کليزه هم ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سهانا خان

د شاه رخ خان لور: زه په خپل رنګ او ونه خوشحاله يم، د رنګ توپير بايد نور ختم شي

د هندي سينما د مخکښ هنرمند شاه رخ خان لور سهانا خان په ټولنيزو رسنيو …