کورپاڼه / هنر او کلتور / مشهوره سندرغاړې ګل پاڼه لنډي کوتل کې د حمزه بابا مزار ته تللې
ګل پاڼه ١

مشهوره سندرغاړې ګل پاڼه لنډي کوتل کې د حمزه بابا مزار ته تللې

د پښتو ژبې مشهورې سندرغاړې ګل پاڼې په لنډي کوتل کې د پښتو ژبې د ستر شاعر ارواښاد امير حمزه خان شينواري (حمزه بابا) مزار ته تللې ده.

نوموړې په خپله فېسبوکپاڼه يو شمېر عکسونه خپاره کړي دي، چې په لنډي کوتل، مېچنۍ او خېبر کې اخيستل شوې دي.

ګل پاڼې له دغه عکسونو سره ليکلي دي، چې دا سيمه ډېره ښکلې ده، ښکلى موسم، ښکلي غرونه، ښکلى تاريخ، د دې ځاى هر څه ډېر ښکلي دي.

ګل پاڼه ٢

د ګل پاڼې دغه عکسونو ته تر دوه زرو څخه زياتو کسانو کمنټونه کړي او تر ٢٠ زرو څخه زياتو کسانو د هغې عکسونه خوښ کړي دي.

د يادې سيمو ډېرى کسانو د هغې په عکسونو په خپلو تبصرو کې ليکلي دي، چې هر ځلې دې سيمې ته راشي او دغه سيمې ته په ورتګ يې له ګل پاڼې څخه مننه هم کړې ده.

خو يو کس ورته دا هم ليکلي دي، چې يو ځل د خوشحال بابا مزار ته هم لاړه شه او هلته د تاريخي ځايونو عکسونه واخله او بيا يې دلته خپاره کړه.

ګل پاڼه ٣

که ځينو خلکو يې د عکسونو ستاينې کړې دي، خو ځينو خلکو پرې نيوکې هم کړي دي او ورته يې ليکلي دي، چې ارايش دې ډېر زيات کړى دى.

د يادولو وړ ده چې ګل پاڼه د پښتونخوا په پېښور کې ژوند کوي، هغه يوه د پښتو ژبې له نوموتو سندرغاړو څخه ده، چې په فېسبوکپاڼه کې تر ٧ ميليونو زيات مينه وال لري.

٣٠ کلنې ګل پاڼې له نن څخه ١١ کاله مخکې په ٢٠٠٩ کال کې پښتو موسيقۍ ته مخه کړه او ډېر زيات شهرت يې ترلاسه کړ، چې اوس يې د نړۍ په لر و بر کې پښتانه او د نورو ژبو خلک هم مينه وال دي.

ګل پاڼه ٤

ګل پاڼې د افغانستان او برېتانيې په ګډون په ډېرو هېوادونو کې په ژوندۍ بڼه د موسيقۍ کنسرټونه هم ورکړي دي. د هغې په کنسرټونو کې ډېر خلک ګډون کوي.

دا هم ولولئ

ډوین جانسن: په ماشومتوب کې به خلکو انجلۍ ګڼلم

د هالیووډ د فلمونو ستوری او مشهور ریسلر ډوین جانسن (دی راک) د خپل تېر …