د اسيايي هېوادونو د سلو اغېزمنو کسانو په ليسټ کې د افغانستان دوه مخکښ سندرغاړي اريانا سعيد او فرهاد دريا هم ځاى موندلى دى.
د اسيا د سل اغېزمنو کسانو دا ليسټ چې د (The New York Press News Agency) له لوري جوړ شوى دى، له ټولو کسانو سره د دغه اژانس خبريال کرن راى مرکې هم کړې دي.
په دې سل اغېزمنو کسانو کې سندرغاړي، د کرکټ لوبغاړي، فلمي هنرمندان او نور ډېر کسان شامل دي.
اريانا سعيد په خپل يو پوسټ کې ليکلي دي، چې د ډېر وياړ احساس کوي چې د اې ار رحمان، سونو نګم، ذاکر حسېن، وسيم اکرم، سنجيو کپور، اديت ناراين، ډاکټر زيوس او د فرهاد دريا څېر شخصيتونو سره په دې ليسټ کې راغلې ده.
په دې ليسټ کې په لومړي مقام کې د هندي فلمونو مشهور موسيقار اې ار رحمان په لومړي، د هند مشهور سندرغاړى سونو نګم په دويم، د پاکستان مشهور سندرغاړى راحت فتح علي خان په دريم او د هند مشهور سندرغاړى عدنان سميع په څلورم مقام کې راغلي دي.
د اريانا سعيد او فرهاد دريا تر څنګ په دې ليسټ کې پاکستاني لوبغاړي شعېب اختر، وسيم اکرم، بسمه معروف او نور شامل دي. همدا راز د هندي سينما فلمي ستورې شروتي حسن، پهلوانه ګيتا پوګاټ او نور شامل دي.
د کرکټ نوموتې مبصره او ويانده زېنب عباس، د ټېنس مشهوره لوبغاړې ثانيه مرزا، د هند مشهوره ښځينه لوبغاړې ميتالي راج او نور شامل دي.
د يادولو وړ ده چې د افغانستان سندرغاړي اريانا سعيد او فرهاد دريا يو له هغه هنرمندانو څخه دي، چې په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېر زيات فعاله دي.
د اسيا د سل اغېزناکو څېرو دا ليسټ د نيويارک خبري اژانس له لوري جوړ شوى دى، چې د دوى خبريال کرن راى جوړ کړى دى.