کورپاڼه / اسلام / د قيامت د راتلو څومره نښې پوره شوي؟ عالمان د قيامت په اړه څه وايي؟ دلته يې ولولئ
قيامت

د قيامت د راتلو څومره نښې پوره شوي؟ عالمان د قيامت په اړه څه وايي؟ دلته يې ولولئ

په اسلام کې د قيامت د راتلو په اړه ځينې نښې ويل شوي دي، چې په هغې کې ٧٧ کوچنۍ او ١٢ لويې نښې دي. کله چې دا نښې پوره شي، نو له هغه وروسته به قيامت راشي.

خو اوس ځينو مشهورو عالمانو خلکو ته خبردارى ورکړى دى او ويلي يې دي چې ډېرى نښې پوره شوي دي او ښايي قيامت رانږدې وي.

د ډېلي سټار د راپور په وېنا، عالمان چې کومې نښې وايي، په هغې کې د کورونا ويروس وبا، د ټېکنالوژۍ اوج او د ايلن ماسک د سپېس اېکس مشن کې په بريالي توګه انسانان خلا يا فضا ته لېږل او داسې نور شامل دي.

د سعودي عربستان او ايران عالمانو خلک خبرداره کړي دي، چې کورونا ويروس هم د قيامت له نښو څخه يوه نښه ده. د صحيح بخاري او صحيح مسلم د حديثونو په حواله دوى ويلي دي، چې د قيامت د راتلو په نښو کې يوه نښه دا هم ده چې د قيامت د راتلو نه مخکې به يوه داسې وبا خپره شي، چې ټوله نړۍ به ونيسي. ښايي دا همدا د کورونا وبا وي.

د ايران يو عالم رضا بيناهيان په دې اړه وايي: ((لويه وبا به د امام مهدي له ظهور څخه مخکې راځي، نو که چېرته د کورونا ويروس وبا همدا وبا وي، نو بيا د امام مهدي د راتګ وخت نږدې شوى دى او له هغه وروسته به قيامت هم راشي.))

عالمان د قيامت د راتلو يوه نښه دا هم بيانوي، چې د قيامت نه مخکې به داسې يو وخت راشي چې وخت به ډېر په چټکۍ سره مخکې ځي. عالمان وايي چې دا نښه هم پوره شوې ده. ځکه چې د انټرنېټ او ټولنيزو رسنيو په راتګ سره خلکو دومره نږدې شوې دي چې اوس د وخت د تېرېدو هېڅ پته نه لګي او داسې ښکاري چې وخت بېخي په منډه شوى دى.

د دې نښې په اړه ديني عالم شېخ ابن باز وايي، چې يو وخت و چې د پوستې په مرسته به خطونه لېږل کېدل چې بل کس ته به په اونيو يا مياشتو کې رسېدل، له هغه مخکې دا چاره نوره هم ځنډنۍ او سسته وه، خو نن سبا په ثانيو کې د نړۍ له يو ګوټ څخه بل ګوټ ته پېغامونه رسول کېږي. نو که د حديثونو په رڼا کې وګورو، نو دا نښه هم پوره شوې ده، ځکه د ټېکنالوژۍ په دې وخت کې وخت خپل اهميت له لاسه ورکړى دى.

د صحيح بخاري د يو حديث له مخې، د قيامت د راتلو يوه نښه دا هم ده چې واک به د غلطو خلکو لاس ته لاړ شي. په دې اړه عالمان وايي چې تاسې اوس د نړۍ د هېوادونو واکمنان وګورئ، له دې په واضحه توګه ښکاري چې دا نښه هم پوره شوې ده.

په صحيح بخاري کې د قيامت د راتلو يوه بله نښه هم ياده شوې ده، هغه دا ده چې د قيامت له راتلو مخکې به خلک اوږده او اوچت اوچت تعميرونه جوړوي او هر څوک به هڅه کوي چې تر نورو اوچت تعمير جوړ کړي، اوس موږ ګورو چې هماغه حالت روان دى. په ټوله نړۍ کې ډېر اوچت اوچت تعميرونه جوړ شوي دي او په کوم هېواد کې چې تر ټولو اوچت تعمير جوړ شوى وي، نو د هغه هېواد واکمنان او خلک پرې وياړ کوي. عالمان وايي چې دا ډول ډېرې نښې پوره شوې دي او اوس د امام مهدي د راتګ او بيا ورپسې د قيامت د راتلو وخت رانږدې شوى دى.

دا هم ولولئ

حج

سعودي عربستان د حج اعلان وکړ

سعودي عربستان اعلان وکړ، چې سږکال به د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره پوره بندوبست …