د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړى شاهد اپريدى خپلې پلرنۍ سيمې تيراه ته تللى. هغه وايي، چې غواړي د خپل نيکه په څېر د تيراه خلکو سره مرسته وکړي.
شاهد اپريدي په خپله ټويټرپاڼه کې په تيراه کې اخيستل شوه دوه عکسونه هم خپاره کړي دي.
نوموړي له يادو عکسونو سره ليکلي دي، چې تيراه زما خاوره ده، د خپلو خلکو سره په ليدو او د خپل نيکه صاحبزاده محمد الياس، چې د دې ځاى يوه ستره څېره وه، قبر ته تر ورتللو وروسته يې ډېر سکون احساسوم.
شاهد اپريدى په خپل ټويټ کې همدا راز مخکې ليکي، زما عزت او هڅې ټولې د همدې ځاى سره تړلې دي، زه غواړم چې د خپل نيکه په څېر د دې سيمې د خلکو سره مرسته وکړم.
تیراہ میری مٹی ہے، اپنے لوگوں سے ملکر اور آج اپنے دادا صاحبزادہ محمد الیاس (پیر بھوٹان شریف) جو یہاں کی عظیم ہستی ہیں انکی قبر پر فاتحہ پڑھ کر بہت سکون محسوس کر رہا ہوں۔
میری عزت اور کاوشیں سب اسی جگہ سے
جڑی ہیں اور میں اپنے دادا کی طرح تیراہ کے لوگوں کی مدد کرنا چاہتا ہوں- pic.twitter.com/PLC987I1NT— Shahid Afridi (@SAfridiOfficial) July 19, 2020
شاهد اپريدي دا نه دي ويلي چې د دې سيمې له خلکو سره به څه مرسته وکړي، خو شاهد اپريدى يو خېريه بنسټ هم لري، چې د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې له خلکو سره مرستې کوي.
شاهد اپريدى که څه هم د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پښتون لوبغاړى و، خو په کراچۍ کې يې ټول عمر تېر کړى دى او د قبايلي سيمو پښتانه پرې له دې امله سختې نيوکې کوي، چې د پښتنو پر ځاى تل د پاکستان په فکر کې وي.
په شاهد اپريدي له دې امله هم نيوکې کېږي، چې هر چېرته ځي نو د پاکستان پوځيان ورسره يو ځاى وي. د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېرى پلويان پر شاهد اپريدي نيوکې کوي او وايي چې د پاکستان پوځ او استخبارات غواړي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ضد شاهد اپريدى مېدان ته راوباسي.
همدا راز ډېر شمېر پاکستانيان پر شاهد اپريدي له دې امله هم نيوکې کوي او وايي چې د پاکستان پوځ او استخبارات غواړي چې د راتلونکې لپاره شاهد اپريدى جوړ کړي او د عمران خان په څېر ورته سياسي ګوند جوړ کړي او سياست ته يې راوباسي.