کورپاڼه / کرکټ / د اى سي سي مهمه غونډه، د نړيوال شل اوريز جام او اى پي ايل راتلونکى به سبا معلوم شي
اى سي سي

د اى سي سي مهمه غونډه، د نړيوال شل اوريز جام او اى پي ايل راتلونکى به سبا معلوم شي

د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) مهمه غونډه په ويډيويي بڼه سبا (د جولاى په ٢٠مه نېټه) ترسره کېږي، چې پکې به د راتلونکي نړيوال شل اوريز جام په تړاو وروستۍ پرېکړه وشي.

ويل کېږي چې سږکال به په اکتوبر او نومبر مياشتو کې نړيوال شل اوريز جام لغوه شي او همدا راز د دې جام د راتلونکي په اړه به هم پرېکړه وشي، چې چېرته او کله به کېږي.

بل لوري ته د هند کرکټ بورډ هم د اى سي سي وروستۍ پرېکړې ته په تمه دى، چې ښايي له هغه وروسته اعلان وکړي چې اى پي ايل چېرته او کله ترسره کېږي.

ويل کېږي چې سږکال به اى پي ايل د هند پر ځاى په متحده عربي اماراتو کې د سپتمبر او نومبر په مياشتو کې ترسره شي، په دې اړه د هند کرکټ بورډ له حکومت څخه د اجازې ترلاسه کولو لپاره هم هڅې پيل کړې دي او د ټولو لوبډلو مسوولينو ته يې هم احوال ورکړى دى چې د اى پي ايل لپاره دې چمتووالى ونيسي.

سږکال نړيوال شل اوريز جام په اسټراليا کې ترسره کېدونکى و، همدا راز د راتلونکې ٢٠٢١ کال د نړيوال شل اوريز جام کوربه توب بيا هند کوي او د ٢٠٢٣ کال نړيوال جام هم په هند کې ترسره کېږي.

د اسټراليا کرکټ بورډ وايي، که چېرته سږکال نړيوال شل اوريز جام ترسره کېږي، نو بايد چې په راتلونکي کال کې دا جام په اسټراليا کې ترسره شي، خو بل لوري ته هند هم د ٢٠٢١ کال نړيوال شل اوريز جام ته پورته چمتووالى ښودلى دى او نه غواړي چې دا جام بل چېرته ترسره شي.

ځينو سرچينو ويلي دي، چې د نړيوال شل اوريز جام د لغوه کېدو پرېکړه شوې ده، خو اوس يې يوازې د راتلونکې نېټې او ځاى معلومول پاتې دي.

همدا راز اسيا جام بيا له دې مخکې د کرکټ اسيايي شورا له لوري لغوه اعلان شوى دى. که څه هم د کرکټ اسيايي شورا مشر ويلي و، چې د کورونا له امله يې دا جام لغوه کړى دى، خو بل لوري ويل کېږي چې د هند کرکټ بورډ غواړي چې په هر حالت کې سږکال د اى پي ايل سيالۍ ترسره کړي او د همدې لپاره يې اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام په اى سي سي او اې سي سي باندې لغوه کړل.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …