کورپاڼه / هنر او کلتور / فاطمه ثنا شېخ: زه او ثانيه ښې ملګرې يو، زموږ ترمنځ کومه بله اړيکه نشته
ثانيه ملهوتره او فاطمه ثنا شېخ

فاطمه ثنا شېخ: زه او ثانيه ښې ملګرې يو، زموږ ترمنځ کومه بله اړيکه نشته

د هندي فلمونو مشهورو ښځينه هنرمندو فاطمه ثنا شېخ او ثانيه ملهوتره د عامر خان سره په کامياب فلم (دنګل) کې ګډ کار کړى و او دواړه له هماغه وخت راهيسې تر ډېره يو ځاى ليدل کېږي.

په هندي رسنيو کې د دواړو په اړه دا اوازې خپرې شوې، چې دوى له يو بل سره مينه لري او دواړه ليزبين (ښځه ښځه خوښوي او غواړي ورسره واده وکړي) دي، خو فاطمه ثنا شېخ دا اوازې رد کړې.

فاطمه ثنا شېخ، ثانيه ملهوتره او عامر خان

فاطمه ثنا شېخ په خپله يوه تازه مرکه کې وويل، چې زه او ثانيه ملهوتره نږدې ملګرې يو او زموږ ترمنځ بله هېڅ اړيکه نشته دى.

هغې زياته کړه، موږ هم په رسنيو او ټولنيزو رسنيو کې دا خبرې اورو، خو زه کله کله ثانيه ته وايم، پرېږده چې خلک هر څه وايي، دوى دې خوشحاله وي، په موږ څه اثر کوي.

هغه وايي، کله کله خو چې رانه په دې اړه څوک پوښتنه وکړي، نو ورته وايم چې په دې کې څه بده خبره ده، دا خو اوس عادي خبره ده.

فاطمه ثنا شېخ او ثانيه ملهوتره ٢

فاطمه ثنا شېخ وايي، ما او ثانيه ملهوتره له دنګل فلم وروسته په ځينو اعلانونو او نورو پروژو کې هم ګډ کار وکړ، موږ دواړه فلمي نړۍ ته په راتګ يو ځاى و او له هماغه وخت راهيسې مو ترمنځ ملګرتيا ده.

د يوې پوښتنې په ځواب کې فاطمه ثنا شېخ وويل، چې اول يې کورنۍ هم په دې اړه اندېښمنه وه، خو ما ورته وويل چې زه يوه مشهوره څېره يم او زما په اړه به ډېر داسې څه خپرېږي، چې هغه له حقيقت ليرې وي، خو تاسې يې په اړه اندېښنه مه کوئ.

فاطمه ثنا شېخ او ثانيه ملهوتره ١

د يادولو وړ ده چې ٢٨ کلنې فاطمه ثنا شېخ په ١٩٩٧ کال کې په عشق او چاچي ٤٢٠ فلمونو کې د ماشومې رول لوبولى و، هغې همدا راز په نورو فلمونو کې هم کار کړى و، خو د هغې لومړنى فلم (دنګل) و چې له عامر خان سره يې پکې کار وکړ او په هندي سينما کې يې شهرت ترلاسه کړ.

د هغې په راتلونکو فلمونو کې (لډو)، (سورج پى منګل بهاري) او (بهوت پوليس) شامل دي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …