کورپاڼه / هنر او کلتور / د پښتو ژبې مشهور سندرغاړى زمان ظهير اوس په څه حال دى؟ او څه وايي؟ دلته يې وګورئ
زمان ظهير

د پښتو ژبې مشهور سندرغاړى زمان ظهير اوس په څه حال دى؟ او څه وايي؟ دلته يې وګورئ

د پښتو ژبې مشهور سندرغاړى زمان ظهير، چې يو وخت به يې هر پښتو فلم کې سندرې راتللې، اوس د موسيقۍ نړۍ ته شا کړې ده او د چارسدې د سبزۍ په منډۍ کې کار کوي.

زمان ظهير په خپله يوه تازه مرکه کې وويل، چې د سهار له لمانځه وروسته د چارسدې سبزۍ منډي ته راځي، تر ماسپښينه پورې دلته کار کوي، حلاله مزدوري کوي او په خپل کار خوشحاله دى.

نوموړي وويل، چې له موسيقۍ او هنر سره يې شوق و، خو حلاله مزدوري ګټل يې مجبوري ده، ځکه کورنۍ او بچي لري، نو د هغوى لپاره کار کوي.

هغه وايي، د دې کار تر څنګ د ونو او بوټو د اخيستلو او خرڅولو کارهم کوي، همدا راز د چرګانو يو فارم هم لري، مخکې يې د کبانو يو فارم هم درلود او په چارسده کې يې مخکې د ډوډۍ پخولو تنور هم جوړ کړى و. نوموړى وايي، که دلته دوه سوه روپۍ وګټي نو د دوه سوه لکو هومره ارزښت ورته لري. هغه وايي چې په ژوند کې يې له چا څخه پور نه دى اخيستى او نه هم کله خپه شوى دى.

زمان ظهير په خپلو خبرو کې وويل چې هغه د موسيقۍ پروګرامونو ته نه ځي، هغه وويل چې په دې وروستيو کې حالات خراب شوي دي، ځکه زه يو کار په شل زره روپۍ نه کوم او نور يې وړيا کوي، بلکې له جېبه ورپسې پېسې ورکوي، نو همدا لامل دى چې د هنر پخوانى معيار نه دى پاتې او هغه هم له دې کارونو يو څه وروسته شوى دى.

نوموړي وويل، چې درې بچي لري او ٧ وروڼه لري، همدا راز نور خپل خپلوان يې هم ډېر دي، ځکه اويا اتيا د ترونو زامن هم لري.

زمان ظهير وايي چې د هنر په نړۍ کې يې ډېرې پېسې ګټلي دي، خو په حلاله مزدورۍ کې چې لږې هم وګټي نو ډېر ارزښت ورته لري، هغه وايي دلته يې يو سکون ترلاسه کړى دى.

د موسيقۍ د پيل په اړه زمان ظهير وويل، چې کله ښوونځي کې و نو نعتونه به يې ويل، نو ملګرو او استادانو ورته وويل چې ښه غږ لري نو د هنر نړۍ ته دې لاړ شي. هغه وايي زما په خپله هم له سندرو سره شوق و، بيا په ٢٠٠٦ کال کې مې د موسيقۍ نړۍ ته مخه کړله، چې په ډېرو فلمونو کې مې سندرې وويلې.

زمان ظهير نورو هنرمندانو ته هم په خپل پېغام کې وويل، چې يوازې په هنر باندې د انسان ژوند نه تېرېږي، حالات ښه نه دي او ټولو ته وايم چې د خپل لاس مزدوري هم کوئ. هغه وايي چې حلاله روزي ګټئ، خپل محنت کوئ، ځکه سبا هېڅ معلومات نه کېږي چې څه ډول حالات درباندې راځي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سهانا خان

د شاه رخ خان لور: زه په خپل رنګ او ونه خوشحاله يم، د رنګ توپير بايد نور ختم شي

د هندي سينما د مخکښ هنرمند شاه رخ خان لور سهانا خان په ټولنيزو رسنيو …